د روژې په رارسېدو خوست کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

اطلاعات روز: په سوېل ختیځ زون خوست ولایت کې له معمول سره سم د روژې په رارسېدو يو ځل بيا د خوراكي توكو بيې لوړې شوې دي.

په سویل ختیځ زون کې د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، چې د روژې میاشتې له را رسېدو سره سم په بازار كې د خوراكي توكو بيې دومره لوړې شوې، چې بېوزله خلک یې د پیرولو توان نه لري، خو سوداګر او دوكاندران بیا هڅه كوي، چې په دې مياشت كې ډېره ګټه وكړي.

د یاد ولایت د اوسېدونکو په وینا چې بېوزلي او بې كارې له يوې خوا او د خوراكي توكو د بېو لوړېدل بله هغه ستونزه ده، چې د خلکو ژوند یې له سختو كړاونو سره مخامخ كړى دى. 

عبدالعظیم چې په خوست ښار کې ژوند کوي وايي، خوست کې سوداګر د خلکو له مجبوريته ناوړه ګټه پورته کوي او په روژې میاشت کې ورباندې توکي په ډېره لوړه بيه خرڅوي.

د نوموړي په وینا چې روژه د خیر ورکولو او ثواب ګټلو میاشت دی، خو ځینې سوداګر او دوکانداران پر ځای د دې چې له بېوزله خلکو سره مرسته وکړي، سربېره پر دې ورباندې خوراکي توکي هم په لوړ نرخ پلوري. 

عبدالعظیم وویل: «هر کال د روژې مبارکې میاشت کې یا د دې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړیږي، پخوا مثلا: یوه بوجۍ اوړه مونږ په ۱۶۰۰ افغانۍ اخیستل، خو اوس یې بیه ۱۸۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده، همداشی نور داسې توکي دي، چې قیمت یې دوه برابره شوی دی.»

خوست کې د خوراکي توکو بیې هر کال د روژې مخې ته لوړیږي.

د خوست ولایت یو بل اوسېدونکی ګل نسیم لکڼوال اطلاعات روز ته وویل، چې آن د ځينو خوراکي توکو بيه چې په روژې مياشت کې لوړه شي، له روژې وروسته يې هم قيمت ثابت پاتې کېږي او يا په ډېر کم تفاوت سره خرڅيږي.

نوموړی له ملي سوداګرو او هټۍ والو غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو باید په خوراکي او نورو توکو په بیو کې لوړ والی رانه ولي، لکڼوال همدا راز په ولایتي ادارې غږ کوي، چې له هغو دوکاندارانو سره قانوني چلند وکړي، چې له خپل نرخ څخه په زیاته کچه توکي په خلکو پلوري.

هغه وویل: «زه د افغانانو مسلماني ته حیران یم، خلک په روژې میاشت کې ثواب ګټي، خو زمونږ سوداګرو او دوکاندارانو پکې ګناه ګټلو ته مټې رابډ وهلې دي، او په روژې مبارکه میاشت کې که سبزي وښایي، د هغوی نرخونه هم په چنده پورته ځي، چې مظلوم خلک یې د اخیستلو توان نلري.»

 د خوراکي توکو یو عمده پلورونکی عبدالرزق وايې، په ټوله کې د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د لومړنيو توکو په بیه کې لوړالی راغلی دی. 

عبدالرزق زیاتوي، چې نن د تېرې شنبې په نسبت، د اوله درجه پاکستانۍ سيله وريجې بیه له ۱۵۰۰ افغانيو څخه ۱۵٤٠ افغانيو او د يوې پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو بيه له ۸٨٠ نه ۸٩٠ افغانيو ته او  همدارنګه یوه بورۍ بوره په ۱۴۰۰ افغانۍ وه اوس يې بیه ۱۶۰۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي اطلاعات روز ته په خبرو کې داسې وویل: «کوم توکي چې مونږ یې له لویو ګدامونو یا له غټو سوداګرو راوړو، نو یوه اندازه هغوی پکې ګټي او یوه اندازه بیا مونږ پکې ګټو، وچ شین چای کیلو په ۳۸۰ مونږ ته راځي، مونږ یې بیا په مشتریانو په ۴۰۰ افغانۍ خرڅو، نو ځکه خلک له بیو شکایت کوي.»

 د خوراکي توکو یو عمده پلورونکی عبدالرزق وايې، په ټوله کې د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د لومړنيو توکو په بیه کې لوړالی راغلی دی. 

مدني فعاله او د ولایتي شورا پخوانۍ غړې حکمینه بیا وايي، چې ښار کې ځینې هټۍ وال د ازاد بازار له نوم څخه په ناوړه استفادې په خلکو توکي له خپل قیمت ځو برابره لوړ خرڅوي. 

دا پر ولایتي ادارې او د ښار والۍ ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د نرخونو په کنټرول کې له جدي چلند کار واخلي. 

ښاغلې حکومینې وویل: «د نرخو نه کنټرول دا دی، چې زمونږ په خوست کې د هټیو ولا د ازاد بازار په نوم څه اورېدلي، نور یې چې څه په زړه وي، هماغه ډول یې په خلکو پلوري، نه دا باید والي صیب او ښاروال صیب له هغو دوکاندارانو سره چې دوی توکي په لوړه بیه پلوري، له هغوی سره جدي برخورد وکړي او له دې ډول خودسرانه کړنو یې منع کړي.»

په همدې حال کې د خوست والي مهمند کټوازی بیا وايي، چې د ازاد بازار له مخې که څه هم دوی نشي کولی، چې د عادي توکو بیې هم کټرول کړي، ډاډ ورکوي، چې د روژې میاشتې لپاره به په دې اړه له اړونده ادارو سره خبرې وکړي. 

ښاغلي مهمند کټوازي وویل: «مونږ که څه هم په ساسي قانون کې د ازاد بازار تر نوم لاندې یو څه لرو، چې نشو کولی په ټوله مانا د عادي توکو بیې هم کنټرول کړو، خو د نورو توکو لکه وړه، وریجې، غوړي او داسې نورو خوراکي توکو د بیو کنټرول ته به له ښاروالي ریاست او نورو ادارو سره په ګډه یو پلان جوړ کړو، تر څو د لوړو بیو څخه مخنیوی شوی وي.»

کټوازی خبرداری ورکوي، که دوکانداران د توکو بیې راټيټې نه کړي نو جدي او قانوني چلند به ورسره کیږي او دوکانونه به یې هم تړل کېږي.

نوموړی له هټۍ والو غوښتنه کوي، چې د انساني همدردۍ له مخې باید په خلکو خوراکي توکي په لوړه بیه ونه پلورل شي. 

د خوست والي مهمند کټوازي داسې وویل: «مونږ هڅه کوو، چې په خوست ښار کې د خوراکي ټوکو بیې کټرول کړو، خو که بیا هم کوم دوکاندار سرغړونه کوله، له هغوی سره به د قانون په چوکاټ کې برخودر کیږي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې آند دي، چې د خوراکي توکو د بيو د نه کنټرول يوه اساسي ستونزه په دې کې دی، چې دلته له شاوخوا دیارلسو کلونو راپه دېخوا د بازار اقتصاد چلېږي او دولت له دې کبله خپل لاسونه تړلي بولي چې ګوندې دوی په بازار کې د لاس وهنې حق نه لري، خو خلک بیا وايي، که افغان چارواکي د خوراکي توکو د بيو کنټرول لپاره جدي اقدام ونه کړي او د يوې منظمې اقتصادي ستراتېژي غم ونه خوري، د خوراکي توکو بيې به تر پخوا لا نور اندېښمنونکې شي، چې د خلکو او دولت ترمنځ به د واټن د زیاتېدو لامل هم وګرځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه