له بشري حقونو او ازادۍ سره د طالبانو مخالفت؛ د ښوونځیو له کتابونو کوم موضوعات حذف شوي؟

Social Media

اطلاعات روز: طالبانو د افغانستان د ښوونځیو له لومړۍ تر دوولسم ټولګي کتابونو څخه ۵‍۱ موضوعات د «اسلامي ښوونو» او د «امارت د پالیسیو خلاف» بللي او حذف کړي یې دي.

د هغو اسنادو له مخې چې اطلاعات روز ته په لاس ورغلي، د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو د درسي کتابونو تر ارزونې وروسته دا ۵۱ موضوعات مشخص کړي دي او د دې ډلې د لومړي وزیر دفتر ته یې د حذفولو وړاندیز کړی دی.

دا اسناد ښیي چې د طالبانو د لومړي ملا محمد حسن اخوند په شفاهي امر یوې عالي کمیټې دا موضوعات ارزولي او له درسي کتابونو یې د هغو حذفول تایید کړي دي.

له دې اسنادو سره سم، له لومړي تر دوولسم ټولګي چې له کتابونو کوم موضوعات ایستل شوي، په هغو کې د ښځو حقونه، بشري حقونه، ازادي، بشر دوستي، په ټولنه کې د ښځو حقونه، ملي وحدت، ډیموکراسي، سوله، فردي او ټولنیزه خپلواکي شامل دي.

دا اسناد ښیي چې له کتابونو په حذف شویو موضوعاتو کې ځیني نور هم شامل دي لکه په بامیانو کې د بودا مجسمه، د ښوونکي ورځ، د افغانستان بیرغ، د ګل سرخ میله، د افغانستان د موسیقۍ د پلار قاسم افغان ژوندلیک، د بشري حقونو نړیوال کمیسیون، جرګه او دود او ولسي ترانې.

د دې طالبانو پوهنې وزارت په کابل ښار او ولایتونو کې د دې ډلې رییسانو ته امر کړی چې ښوونکو ته امر وکړي چې په درسي کتابونو کې دا موضوعات مشخص او تدریس یې نه کړي.

همدا راز دې وزارت د ښوونکو د مسلکي روزونې ټیمونو او د دعوت او ارشاد ریاست ته امر کړی چې په ښوونځیو کې د دې پرېکړې تطبیقېدل وڅاري او راپور یې ورکړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د هیواد په روزنیز او ښوونیز سیسټم کې پراخ بدلونونه راوستلي دي.

دې ډلې تر دې وړاندې د پوهنتونو له نصاب څخه هم په لسګونو موضوعات حف کړي او د هغو پر تدریس یې بندیز لګولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه