د ملګرو ملتونو راپور؛ راستنېدونکې ښځې د خپل او لوڼو د امنیت په اړه اندیښمنې دي

اطلاعات روز: د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنېدونکې ښځې له کړکېچنو امنیتي درځونو سره مخ دي.

دې سازمان زياته کړې چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د بېرته ستنېدونکو ښځو څارنې وښودله چې لږ تر لږه ۶۰ سلنه ښځینه ځواب ويونکې چې له پاکستانه ستنېدلې، د خپل او د لوڼو د امنیت په اړه اندېښمنې دي او لږ تر لږه ۴۹ سلنه یې پر تګ-راتګ د لګول شویو بندیزونو په تړاو وې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ په راپور کې راغلي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه، د هغوی ټولنیزه انزوا او خدماتو او فرصتونو ته د لاسرسي خنډونه هغوی د رواني روغتیا، فقر، ناوړې ګټه اخیستنې، استثمار او تاوتریخوالي پر وړاندې ډېرې زیانمنوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ډېری راستنې شوې ښځې او نجونې مهم تابعیتي اسناد نه لري، چې دا چاره د هغوی د ادغام او خدمتونو د لاسرسي مخه نیسي.

د دې بنسټ په وینا، پېژندپاڼه د شمولیت او د راستنېدونکو د بیا او بریالۍ مدغمیدنې لپاره ډېره مهه ده خو په هرو درو راستنېدونکو کورنیو کې دوو وویل چې د دوی د کورنۍ غړي اسناد نه لري او دا تر ډېره حده ښځې او نجونې اغېزمنوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او د بشردوستانه مرستو د بودجې د کمښت له امله خدماتو ته د ټولو ښځو لاسرسی په څرګنده توګه کم شوی دی او دا ستونزه د راستنو شویو ښځو تر منځ لا جدي ده.

د دې بنسټ په وینا، راستنې شوې ښځې په ټولنه کې له وخته د مېشتو ښځو په پرتله اوبو (۲۱ سلنه د ۱۴ سلنې په پرتله)، روغتیایي پاملرنو (۲۲ سلنه د ۱۸ سلنې په پرتله) او حقوقي خدماتو (۲۸ سلنه د ۲۵ سلنې په پرتله) ته د لاسرسي په برخه کې د زیاتو ستونزو راپور ورکوي.

دا مهال له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو ایستل دوام لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ وايي چې سږکال له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۳ میلیون ډېر کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.

مهاجرې ښځې او نجونې هغه هېواد ته بېرته ستنېږي چیرته چې د زده‌کړې، کار او ازاد ګرځېدو له حقونو محرومې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه