ننګرهار مېشتې نجونې: طالبان دې زموږ پر زده کړو او کار محدودیتونه ختم کړي

اطلاعات روز: طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې له زده کړو او کار په ګډون له ګڼو محدودیتونو سره مخ کړي، چې دې چارې د ښځو ترڅنګ زده‌کوونکې نجونې له ډېرې انزوا او ناهیلیو سره لاس او ګرېوان کړې دي.

یو شمېر ننګرهار مېشتې نجونې چې له زده کړو محرومې شوي او کور ناستي ته اړې شوي له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه دې لېرې او دوی ته دې د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکې مریم وایي، چې د طالبانو بیا واک ته رسېدو څلورو کلونه تېرېږي، خو لا یې هم نجونې له زده کړو محرومې ساتلي، چې له امله یې روغتیا ته زیان رسیدلی او له انزوا سره مخ دي.

مریم زیاتوي: «سږکال مو ډېر تمه درلوده چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره به نجونو ته هم د ښوونځيو او پوهنتونونو د زده کړو اجازه ورکړل شي، خو داسې ونشول، نجونې زیاتره د ناهیلۍ له امله په رواني ناروغۍ اخته شوي او ځېنې په ټولنه کې د ناانډولتوب له امله له انزوا سره مخ دي.»

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې ثریا وايي، له ښوونځیو لرې‌والي نه یوازې هغوی له زده‌کړو لېرې کړي، بلکې دوستانو سره یې اړیکې پرې شوي، ټولنیز تعامل یې کم شوی، خپګان او ناهیلۍ یې زیاتې شوي او د کورنیو له محفلونو یې هم لېرې کړي دي.

له هغې چې په اتم ټولګي کې زده کړې نیمګړې پاتې شوي له اوښکو په ډکو سترګو وايي، له ښوونځي څلور کاله لرې‌والي له ذهني رنځ سره مخ کړې او د کورنیو راټولېدنو څخه یې زړه‌تورې کړې ده.

ثریا زیاتوي: «د زده کړو اجازه دې راکړل شي ځکه د ښوونځيو تړل کېدو له امله مونږ له یو نامعلوم برخلیک سره مخ یو، د ناهیلۍ احساس کوو او دې حالت زمونږ ژوند بیخي بې خونده کړی دی له خپلو ټولګېوالو نجونو او نورو خپلوانو سره مو اړېکې د پخوا په څېر نه دي او درسونه مو له یاده وتلي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکې ۲۲ کلنه مرضیه په لس ټولګي کې وه، چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل شول او هغې د خپلې کورنۍ په ټینګار د خپل کاکا زوی سره واده کړی.
هغه وایي، د واده لپاره یې هیڅ پلان نه درلوده، خو د کورنۍ په ټېنګار دا جبري واده ورته د بې‌ارزښته او بې‌هویتۍ احساس ورکړی.

مرضیې زیاته کړه: «زیاتره هغه نجونې چې له زده کړو محرومې شوي هغوی جبري ودونو ته مجبوره شوي، ځکه ما ته مې خپلې کورنۍ په ټېنګار سره ویلي چې ښوونځي او پوهنتونونو خو هسې هم د نجونو پرمخ بند دي نو باید واده وکړې؛ خو ما یې پلان نه درلوده پنځه میاشتې مې د واده کېږي خو هیڅ د ارامۍ او سکون احساس نه کوم خاوند مې ډېر ډاډ راکوي چې هر څه به سم شي خو زه وایم کله؟»

په همدې حال کې ښځينه فعاله عایشه مومند وايي، ښځې د ژوند په هره برخه کې بنسټ‌ییزه ونډه لري چې د دوی له شتون پرته هېواد پرمختګ نه شي کولای.

مومند د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

مومند زیاتوي: «ښځو ته په هره برخه کې اړتیا ده، تازه چې په کونړ کې زلزله شوې وه، د ښځينه ډاکټرانو د کمښت له امله زیاتره ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ ځکه طالبانو ښخینه مرستندویانو ته سیمې ته د تګ اجازه نه ورکوله او هلته خلکو خپلې ښځې نارینه ډاکټرانو ته نه بېولې نو بس همدا لامل و، چې زیاتره یې مړې شوې نو لازمه ده چې ښځې د زده کړو او کار اجازه ولري.»

افغان نجونې وایي، د طالبانو له لوري پر ښځو د بندېزونو او په هېواد کې روان وضعیت له امله ورځې په ناهیلۍ تېروي. دوی له طالبانو غواړي چې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابرۍ، ښځو ته د زده‌کړې زمینې برابرولو، روغتیا، ټکنالوژي، اقتصاد او فرهنګي برخو کې هڅې وکړي.

طالبانو د خپلې څلور کلنۍ واکمنۍ پر مهال نجونې لومړی له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منعه کړې او ورپسې یې پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو او دغه راز له دولتي او نیمه دولتي ادارو کې له کار منعه کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه