اسیا جام؛ د افغانستان کریکیټ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې هانک کانګ ته په ۹۴ منډو ماتې ورکړه

Photo by Satish Kumar / Creimas for Asian Cricket Council

اطلاعات روز: د اسیا جام د لوبو په لومړۍ لوبه کې چې د افغانستان د کریکیټ ملي لوبډلې او د هانک کانګ د کریکیټ ملي لوبډلې تر منځ ترسره شوه، افغانستان وکولای شول چې هانک کانګ ته په ۹۴ منډو ماتې ورکړي.

دا لوبه چې نن (سې‌شنبه، ۱۸ د وږي) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان لومړی د توپ وهنې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې ۷۳ منډې پیلیز لوبغاړي صدیق الله اتل وکړې.

هانک کانګ د هدف په تعقیب کې پر لومړۍ منډه خپل د پیل لوبغاړی له لاسه ورکړ او ویې کولای شول چې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهوو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۴ منډې وکړي.

د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي او ګلبدین نایب دوه مقابل لوبغاړي او راشد خان او نور احمد یو مقابل لوبغاړی وسوځاوه. همد اراز، د هانک کانګ دوه لوبغاړي رن اوټ شول.

په اسیا جام کې د افغانستان په شمول ټولې اته بولډلې لوبېږي او افغانستان به په بي ګروپ کې دوې نورې لوبې له بنګلدیش او سریلانکا سره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه