کونړ کې د زلزلې ناورین؛ د ژغورنې په عملیاتو کې سلګونه نور جسدونه را ایستل شوي

اطلاعات روز: د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د کونړ په نورګل، څوکۍ او ماڼوګي ولسوالیو کې د نړېدلو کورونو د‌ پلټنې پر مهال نور جسدونه را ایستل شوي او په دې سره د مړو شمېر دوه زره او ۲۰۵ او د ټپیانو شمېر درې زره او ۶۴۰ تنو ته لوړ شوی دی.

نوموړي دغه ارقام نن (پنجشنبه، ۱۳ د وږي) ماسپښین په خپله ایکس پاڼه خپاره کړي او ویلي دي، چې د کونړ په نورګل ولسوالۍ مزار درې، د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې او چپې درې او د ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې د سلګونه تنو جسدونه را ايستل شوي دي.

فطرت زیاتوي، چې د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري او په بېلابېلو سيمو کي خلکو ته خيمې نصب شوي او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري.

تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې د یکشنبې شپې زورورې زلزلې یوازې په کونړ ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۵۷ تنه مړه او ۳۳۹۴ نور ټپیان کړي دي.

په ورته مهال کونړ کې زلزله ځپلي شکایت کوي، چې د طالبانو له لوري په زلزله ځپلو سیمو کې د ژوند ژغورنې عملیات پڅ روان دي او ځینو سیمو لا هم عملیاتي ټیمونه نه دي رسیدلي او خلک تر خاورو لاندې دي.

ځايي سرچینو نن سهار مهال اطلاعات روز ته وویل، چې د نورګل ولسوالۍ د مزار درې په شولت سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات نه دي پیل شوي او خلک تر خاورو لاندې دي.

سرچینې وايي، که څه هم سیمې ته ورغلې  لارې خرابې دي؛ خو د طالبانو له لوري بشري قوه کافي نه ده چې له امله یې شولت سیمه کې خلک تر خاورو لاندې او احتمال شته چې ګڼو ټپیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

کونړ کې د تېرې یکشنبې شپې د زلزلې له امله د تلفاتو شمیر داسې مهال لوړ شوی، چې د نن سهار راهیسې کونړ او ننګرهار دوه ځلي زلزلې لړزولي او په دې سره خلک نور هم ویریدلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه