افغانستان په خپله دویمه شل اوریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې افغانستان وکولای شول چې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړي او په دې توګه په دې لوبلړۍ کې خپل لومړی ثبت کړي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ دا لوبه نن (دوشنبه، ۱۰ د وږي) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې ۶۳ منډې ابراهیم ځدراڼ او ورپسې صدیق اتل ۵۴ منډې وکړې.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې وکولای شول چې د هدف په تعقیب کې ټولې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ټولې ۱۵۰ منډې وکړي.

د افغانستان له لوري راشد خان او شرف الدین اشرف درې مقابل لوبغاړي وسوځول.

همدا راز محمد نبي او فضل الحق فاروقي هم یوه-یوه ویکیټ واخیسته.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په دې لوبه کې د درو لوبغاړو په سوځولو سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو زیاتې ۱۶۵ ویکیټې لري. تر دې وړاندې دا ریکارډ د نیوزیلینډ له ټېم ساوتي سره و چې ۱۶۴ ویکیټې یې اخیستې وې.

همدا راز راشد خان په شل اوریزو لوبو (د سوداګریزو لوبو په شمول) کې هم تر ټولو زیاتې ۶۶۴ ویکیټې لري.

افغانستان تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته د ۳۹ منډو په توپیر بایللې وه او ټاکل شوې ده چې سبا یو ځل بیا له پاکستانۍ لوبډلې سره مخامخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه