ننګرهار کې سېلابونه؛ پنځه کسان مړه او ۱۵ ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سپین غر، اچین، روداتو، هسکې مېنې، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې او نن سهار (شنبه، ۸ د وږي) د سختو سېلابونو له امله پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره د سپين غر ولسوالۍ اړوند «بټن» کلي کې د ورښتونو له امله د داد الله په نامه د یو ځایي اوسېدونکي د کور چت غورځېدلی، چې پر مهال د نوموړي دوه لورګانې مړې شوي او د کورنۍ درې نور غړي یې ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا همدا راز په روداتو، اچین او چپرهار ولسوالیو کې د سېلابونو پر مهال درېیو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، چې دغه راز شپږ کسان د ولسي خلکو په مرسته له سېلابونو ژغورل شوي او ځېنې تري تم دي، چې کره ارقام یې نه لري.

د ده په وینا، چې د یاد سېلابونو پر مهال د تورخم – جلال اباد لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې او دغه راز په زرګونه جریبه کرنېزه ځمکه سېلابونو له منځه وړې او په سلګونه کورنه یې ویجاړ کړي دي.

بلخوا د ننګرهار د کرنې ریاست هم منلې چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله کرنه سخته زیانمنه شوې، چې ناوړه پایلې به ولري.

په ورته وخت کې د سېلاب له امله زیانمن شوي خلک له حکومت او مرسته‌رسوونکو موسېسو د مرستې غوښتنه کوي او په وینا یې، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، خلک به له ستونزو سره مخ شي.

په اقغانستان کې اقلیمي بدلون، د سیندونو غاړو ته د استنادي دیوالونو نشتون، د اړوندو ادارو له لوري له وړاندې د خبرتیاوو نه‌ورکول او د هستوګنیزو کورونو د جوړولو پر مهال د سېلابونو د خطراتو له‌منځه وړلو ته نه پاملرنه هغه عوامل بلل کېږي چې د کمو وروښتونو او سېلابونو پر مهال هم خلکو ته درانه زیانونه اړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه