د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستل ودروي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان له دولت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان شوې پروسه ودروي او خپلو نړيوالو ژمنو ته درناوی وکړي.

دې کارپوهانو پرون (جمعه، ۷ د وږي) په یوې ګډې بیانیې کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د اندېښنو په یادولو سره په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د آزادۍ، کار او زده‌کړو د محرومیت په اړه ویلي، چې په پاکستان کې میلیونونه کډوال له دې ګواښ سره مخ دي چې بېرته داسې هېواد ته واستول شي چې د روان بشري بحران سره د مقابلې توان نه لري.

د پاکستان حکومت د سپتمبر لومړۍ نېټه د ستنېدلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده. په دې پړاو کې د «پي او آر» کارت لرونکي هم شامل دي.

په پاکستان کې میشت کډوال هغه کسان دي چې لسیزې مخکې کډوال شوي یا هلته زیږیدلي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د دې کډوالو څخه ځینې یې پخواني پوځي او دولتي کارمندان دي چې پاکستان ته تللي او په نورو هیوادونو کې د پناه غوښتنې په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «پاکستان د نړيوالو بشري حقونو او د کډوالو د قوانینو پر بنسټ مکلف دی چې هېڅوک بېرته هغه ځای ته ونه لېږي چې د هغوی ژوند يا ازادي له جدي ګواښونو سره مخ وي.»

هغوی ټینګار کړی، چې د نه ستنېدلو مکلفیت اختیاري نه دی، بلکې د نړيوالو تړونونو او عرفي نړيوال قانون یو بنسټیز اصل دی چې باید رعایت شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي، ډېری هغه کډوال چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، په افغانستان کې د ستنېدلو لپاره کور نه لري او د کورنۍ او ټولنې د ملاتړ له شبکو څخه هم بې برخې دي.

دوی وویل: «موږ په ځانګړي ډول د هغو کورنیو د وضعیت په اړه چې د ښځو له لوري رهبري کېږي او هغه کسان چې محرم (نارینه سرپرست) نه لري اندیښمن یو.»

کارپوهانو یادونه کړې، چې نورې ډلې، لکه د امنیتي ځواکونو غړي او پخواني حکومتي چارواکي او جنسي اقلیتونه هم په افغانستان کې د ځورونې او تاوتریخوالي له خطر سره مخ دي.
د دوی په وینا: «موږ له د پاکستان له دولت غواړو چې سمدستي د پلان شویو ایستنو مخه ونیسي او د نه ستنېدلو اصل ته درناوی وکړي.»

کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان له حکومت او کوربه ټولنو سره خپل ملاتړ زیات کړي.

دوی له دې سره سره د هغو حکومتونو د پروګرامونو د کمښت او ودریدو له امله چې افغان اتباعو ته یې د بیا مېشتېدو ژمنه کړې وه، خواشیني ښودلې او ویلي دي چې دغه هېوادونه د نړيوالې همغږۍ اصولو او د کډوالو کوربه هېوادونو سره د ګډ مسوولیت له اصولو شا ته شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه