د اوبو نړیواله اونۍ؛ اروپايي ټولنه: افغانستان کې د اوبو کمښت یوه جدي اندېښنه ده

اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د اوبو نړیوالې اونۍ په پای کې په افغانستان کې د اوبو کمښت بحران په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې ننګونې سره د مبارزې لپاره ژمن دی.

دې دفتر نن سهار (پنجشنبه، ۶ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «د اوبو د نړيوالې اوونۍ په پای کې زموږ فکرونه د افغانستان له ولس سره دي. د اوبو کموالی یوه حیاتي اندېښنه ده، په ځانګړې توګه په کابل کې، ځکه چې دا ستونزه له خوراکي خوندیتوب څخه نیولې تر عامې روغتیا پورې پر هر څه اغېز کوي.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر زیاته کړې، چې له دې ننګونې سره د مبارزې لپاره ژمن دی او په ټول افغانستان کې له خپلو همکارانو سره په فعاله توګه د اقلیم بدلون د تطابق، کرنې، روغتیا، د خوړو خوندیتوب او د بېرته راستنېدونکو او کورنیو بې‌ځایه شویو د ملاتړ په برخه کې کار کوي.

یاد دفتر زیاته کړې: «دا یوه ګډه مسوولیت دی. لکه څنګه چې موږ د دې اوونۍ په اړه غور کوو، غواړو داسې یو بحث پیل کړو چې څنګه کولای شو په ګډه د اوبو اغېزمنه کارونه یقیني کړو او د راتلونکې نسل لپاره یو پایدار راتلونکی جوړ کړو.»

افغانستان له کلونو راهیسې د پرلپسې وچکالۍ سره لاس لو ګریوان دی.

په همدې حال کې بیا د کابل ګڼ نفوسه ښار د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی. کارپوهان خبرداری ورکوي چې ښایي کابل په راتلونکو پنځو کلونو کې له اوبو بې برخي شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه