اوچا: په افغانستان کې په بشري چارو کې لاسوهنه ۱۴ سلنه زیاته شوې

Photo: OCHA Afghanistan

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې په بشري چارو کې لاسوهنې ۱۴ سلنه زیاتې شوې دي.

دې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په همدې میاشت کې ۱۰۴ د لاسوهنې پېښې ثبت شوې چې ۹۵ سلنه یې د طالبانو له لوري ترسره شوې دي.

اوچا ویلي، د طالبانو لاسوهنو د ۴۴ بشري فعالیتونو د موقتي ځنډېدو، د یوه روغتیايي مرکز د بندېدو او له یوې سیمې بلې سیمې ته د یوه روغتیايي پروګرام د لېږد سبب شوې دي.

د اوچا د راپور پر بنسټ، تر ټولو ډېرې ۳۰ لاسوهنې د افغانستان په مرکزي سیمو کې ثبت شوې او ورپسې په ختیځو سیمو کې ۲۱ پېښې او جنوبي سیمو کې ۲۰ پېښې ثبت شوې دي.

اوچا ویلي، له دې لاسوهنو څخه ۸۹ مستقیمې د بشري عملیاتو په چارو کې دي چې پکې د کارکوونکو د لستونو او حساسو معلوماتو غوښتنه، د پروګرامونو د عملي کېدو مخنیوی او له خدماتو د اړمنو ښځو او نجونو بې‌برخې کول شامل دي.

دې ادارې زیاته کړې چې نورې پېښې د لاسوهنې د تدارکاتو او استخدام په پروسو کې د مداخلې هڅې، د پروژو د پلي کولو لپاره د اړینو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک ځنډول، د اسلامي حجاب تپل، د ښځینه کارکوونکو د تګ-راتګ لپاره د محرم د شرط ایښودل او د مرستو د ترلاسه کوونکو د انتخاب په پروسه کې د لاسوهنې هڅې دي.

اوچا همدارنګه ویلي، طالبانو په همدې میاشت کې د بشري مرستو همکارانو ته رسمي لیکونه لېږلي او «د حساسو معلوماتو غوښتنه یې کړې چې پکې د کارکوونکو محرم معلومات او د روانو پروژو جزییات شامل وو».

دې ادارې ویلي، دا غوښتنې رد شوې، خو د بشري مرستو د همکارانو د کارکوونکو او د مرستو د ترلاسه کوونکو د خوندیتوب او محرمیت په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې دي.

اوچا په خپل راپور کې ویلي، په جنسیت پورې تړلي محدودیتونه لا هم یو له اصلي اندېښنو څخه دي او په جولای میاشت کې په بشري چارو کې د لاسوهنې ۱۶ سلنه کېږي.

د دې ادارې د راپور له مخې، دې محدودیتونو تر ډېره پر ښځینه کارکوونکو او د ښځو او نجونو پر ځانګړو پروګرامونو اغېز کړي دي. په دې محدودیتونو کې د ښځینه کارکوونکو د روزنې بندېدل، د هغو مرستو ویش ځنډول چې د ښځو ګډون ته اړتیا لري، د ښځینه کارکوونکو له خوا د عملیاتي سیمو پرېښودل او ان د ښځینه مرستندویانو پر سفر بندیز که څه هم له محرم سره وي، شامل دي.

اوچا ویلي، په جولای میاشت کې دې محدودیتونو نهه بشري فعالیتونو ځنډولي.

د اوچا په راپور کې راغلي چې له هغه وخته چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون نافذ شوی، له اړمنو کسانو سره د بشري مرستو د رسولو ننګونې دوه برابره شوې دي.

د دې راپور له مخې، د دې قانون له تصویب راهیسې په بشري چارو کې د لاسوهنې ۷۲۸ پېښې ثبت شوې چې یوازې ۲۲ پېښې یې د جولای په میاشت کې دي.

اوچا ویلي، هغه لاسوهنې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پر بنسټ د جولای په میاشت کې ترسره شوې، پکې د دې وزارت له لوري د دفترونو پلټنې، د کارکوونکو ګواښل او د ښځو د ګډون محدودول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، د جولای په میاشت کې پر کارکوونکو، وسایلو او بشري تاسیساتو تاوتریخوالی څلور چنده زیات شوی دی.

دې ادارې ویلي، په همدې میاشت کې د تاوتریخوالي ۱۱ پېښې ثبت شوې چې پکې د درو بشري کارکوونکو نیول او د نورو کارکوونکو ګواښل شامل دي.

اوچا همدارنګه ویلي، طالبان د بشري کارکوونکو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګوي او د جولای په میاشت کې لږ تر لږه په دوو مواردو کې د تالاشیو پر مهال له کارکوونکو څخه اضافي اسناد غوښتل شوي او د محرم اړوند پوښتنې ترې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په تېرو میاشتو کې هم په بشري مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې راپور ورکړی دی.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیگار) هم تازه په یوه راپور کې په بشري چارو کې د طالبانو پراخې لاسوهنې افشا کړې دي.

د سیگار د راپور پر بنسټ، طالبان پر بشري سازمانونو د فشار په راوړلو هزاره مېشتو او تاجیک مېشتو سیمو کې د مرستو د وېش مخه نیسي او همدارنګه یې له دې ادارو د هزاره کارکوونکو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه