یوه ننګرهاري ځوان د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه عامه کمپاین پیل کړی

اطلاعات روز: په هرات، بغلان او د کابل – جلال اباد پر لویه لاره په دې وروستیو کې د خونړیو ترافیکي پېښو په غبرګون او د عامه پوهاوي په موخه ننګرهار کې د ناصر خان ناصري په نوم یوه رضاکاره ځوان له جلال اباد ښاره تر کابله پلی مزل پیل کړی دی.

نوموړي دا پلی مزل له تېرې یوې اوونۍ راهیسې پیل کړی او نن (دوشنبه، ۳ د وږي) کابل ته رسېدلی دی. هغه د دغه پلي مزل پر مهال خپل دغه پیغام په یوه لویه لوحه چاپ کړی او پر سر یې نیولی ترڅو پر دغه اوږده لاره یې ټول موټر چلوونکي وګوري.

هغه په ځانګړې لوحه لیکلي: «په پام او کراره تګ وکړئ، د موټر چلولو پر مهال تیلیفون مه کاروئ، چې ذهن مو بوختوي او پېښه رامنځته کېږي، په کور کې مو یو څوک په تمه دي.»

ناصري وایي، له دې مدني حرکت یې موخه خلکو او په ځانګړي ډول موټر چلوونکو ته عامه پوهاوی دی، تر څو پر لویو لارو د تګ پر مهال له ګړندي تګ ډډه وکړي او له احتیاط کار واخلي.

ناصري زیاتوي: «کله چې په هرات او د هیواد په نورو ولایتونو کې ترافیکي پېښې وشوې، نو له ځان سره مې تصمیم ونیوه چې باید په دې برخه کې عامه پوهاوی پیل کړم او خپل مسوولیت ادا کړم؛ نو ځکه مې پلی مزل له جلال اباد تر کابل پیل کړ په لاره کې مې هم موټر چلوونکو ته ویل چې د خدای لپاره په کراره لاړ شئ او ګړندی تګ مه کوئ ځکه کورنۍ مو په تمه ده.»

دغه رضا کاره ځوان وایي، د خپلې وسې او توان په اندازه به هڅه وکړي چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه دا کمپاین د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي. د هغه په خبره که جګړه درېدلې خو د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او خلکو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

بلخوا د ناصر خان ناصري دغه کمپاین په خواله رسنیو کې د ګڼ شمېر خلکو پام ځانته اړولی او ډېرو یې دا اقدام ستایلی دی.

په همدې حال کې د لغمان لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د ترافیکي پېښو مخنيوي او د عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره یې د ترافیکو مدیریت په همکارۍ د کابل-جلال اباد په لویه‌ لار کې ځينې ترافیکي نښې او دغه راز ټکر شوي موټر هم اېښي دي.

د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، د دغه نښو په ليدو سره به موټر چلوونکي وهڅيږي چې احتياط وکړي او ورسره به ترافيکي پېښې راکمې او د خلکو ژوند وژغورل شي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې خونړۍ ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لاملونه یې د موټرو ګړندی تګ، د ډریوارانو له لوري د مخدره توکو کارول، او د موټر چلولو پر مهال د ګرځنده تلیفونونو کارول بلل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه