د جرمونو نړیوالې محکمې پر چارواکو بندیزونه؛ بېنټ: د عدالت لپاره د افغانستان څېړنې مهمې دي

اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ د امریکا له لوري د جرمونو نړیوالې محکمې پر چارواکو په ځانګړي توګه پر هغو کسانو چې د افغانستان په اړه څیړنې کولې نیوکه کړې ده.

نوموړي دا بندیزونه «ډیر ناهیلي کوونکي» بللي او ویلي یې دي، چې دوی د محکمې پر خپلواکۍ برید کوي او په ټوله نړۍ کې قربانیانو ته سخت ګوزار ورکوي.

بېنټ زیاته کړې: «د دې بندیزونه لېرې کول اړین دي. د عدالت لپاره د افغانستان څېړنې خورا مهمې دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جرمونو نړیوالې محکمې پر څو چارواکو بندیزونه لګولي دي، چې په دې کې د یادې محکمې قاضي کیمبرلي پروست، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو په اړه د څېړنو اجازه ورکړې هم شامل دی.

ریچارډ بېنټ د بشري حقونو د نورو کارپوهانو سره په یوې ګډه بیانیه کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې: «دا د اندیښنې وړ ده، چې یو هېواد د یوې خپلواکې محکمې پر قانوني او سوله‌ییزو اقداماتو، چې د نړېوالې ټولنې له‌خوا رامنځته شوې، دومره دوامداره دښمني ښيي.»

دوی زیاته کړې:  «د جرمونو نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو پر وړاندې بندیزونه د معافیت پر وړاندې مبارزه کمزورې کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د ظلمونو پر وړاندې، عدالت نه بلکې ځواک غالب دی.»

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په بیان کې ویل شوي چې د جرمونو نړیواله محکمه دنده لري د درنو نړېوالو جنایتونو لکه د نسل‌وژنې، د جګړې جنایتونو او د بشریت پر ضد جنایتونو په اړه څېړنه او عدلي تعقیب ترسره کړي.

کارپوهانو ویلي: «د جرمونو نړیوالې محکمې حقوقي متخصصین د بشریت د تر ټولو بدو جنایتونو د مرتکبینو د ځواب‌ویلو په برخه کې مهم رول لري. دوی باید د غچ اخیستنې څخه خوندي وساتل شي او اجازه ورکړل شي چې په خپلواکه توګه او بې له وېرې عمل وکړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه