پر تورخم په منتظرو لسګونو موټرو کې تازه میوې او سبزیجات پر خرابېدو دي

اطلاعات روز: له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار په تورخم کې افغان سوداګر وایي چې هلته له تېرو څلورو ورځې راهیسې د هغو موټرو شمېر چې د افغانستان تازه مېوې او سبزیجات په کې بار دي او پاکستان ته د اوښتو ته په تمه دي شمېر یې تر ۱۰۰ اوښتی دی.

د تازه مېوې یوه سوداګر اطلاعات روز ته ویلي چې پاکستاني لوري یو ځل بیا په تورخم دروازه کې له تازه مېوې او سبزیجاتو بار هغه موټر ایسار کړي چې توکي د پاکستان بازارونو ته انتقالوي.

د هغه په خبره پاکستانیان موټروچلوونکو ته د اړینو اسنادو (پاسپورټ، وېزې) د نه‌لرلو له امله له کرښې د اوښتو اجازه نه ورکوي او همدا راز د هر موټر پر سر ترې ۵۰ زره افغانۍ غواړي او په ولاړو موټرو کې بار تازه مېوې او سبزیجات د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

یو بل سوداګر هم ورته شکایت کوي، هغه زیاته کړې چې دا مهال چې افغانستان کې د تازه مېوو وخت دی او ډېری سوداګر مېوې پاکستان ته لېږدوي او دا هېواد یې ښه بازار ګڼل کېږي، خو اوس په تورخم کې په ایسارو موټرو کې د توکو د خرابېدو وېره زیاته شوې.

نوموړی وایي چې په یوه شپه کې د افغانستان له لوري ټول ټال پنځو لاریو ته د اوښتو اجازه ورکوول کېږي، خو له پاکستاني لوري بیا هره شپه په لسګونه لارۍ افغانستان ته اوړي او پر وړاندې یې هیڅ محدودیت نشته.

بلخوا د ننګرهار د سوداګرۍ خونه هم په تورخم کې دا ځنډ د سوداګرو په زيان بولي او په وينا يې، هر کال د دا ډول جنجالونو له امله د افغان سوداګرو تازه میوه خوسا کېږي او دوی ته ميليونه افغانۍ زيان اوړي.

د یادې ادارې یوې مهمې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، څو ځلي یې دا ستونزه د ګمرک له رییس او دغه راز په تورخم کې د طالبانو له کمېسار سره شریکه کړې خو معالومېږي چې کومه پایله یې نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته شوې او درېیو واړو خواوو له نورو خبرو سربېره پر ښې سوداګرۍ بحثونه کړي دي.

بلخوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په روانه جولای میاشت کې ۱۲ سلنه او د کال پر کال شمېرو پر بنسټ ۲ سلنه راټیټه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه