د کډوالو پراخه راستنیدنه؛ د یوناما مشره: د بحران مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې بیړنۍ مرستې ته اړتیا ده

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ راستنیدو سره د بحران مخنیوي لپاره د نړيوالې ټولنې بېړنۍ او پراخې مرستې اړینې دي.

نوموړې د اسلام‌کلا له بندر لېدنه کړې، چېرته چې هره ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته راستنېږي او ویلي یې دي چې د ستنېدنې بهیر له ستړیا، رواني زیانونو او نامعلوم راتلونکي سره مل دی.

د هغې په وینا، چې ښځې او ماشومان د نورو په پرتله ډیر په خطر کې دي او خدماتو ته محدود لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو استازې د بیړني نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی، او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د ۱.۳ میلیونه کډوالو راستنېدل د افغانستان پر محدودو او نازکو ظرفیتونو دوه چنده فشار راوړي، په داسې حال کې چې ۷۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اوتنبایوا خبرداری ورکړی چې مرستندویه سازمانونه او طالبان باید سترګې پټې نه کړي، ځکه چې «د نه اقدام بیه به د خلکو د ژوند د له‌لاس ورکولو په کچه حساب شي».

دغه راز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم وايي، چې دوی افغانستان ته راستنیدونکو کډوالو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوي، خو بودیجه یې د ختمیدو په حال کې ده.

ایران د اسراییلو سره د جګړې راهیسې د افغان کډوالو ایستل زیات کړي دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، چې تر اوسه پورې له ۱.۱ میلیون څخه ډیر بې اسناده کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.

پاکستان هم د یو میلیون څخه زیاتو کډوالو د استوګنې موده نه ده غځولې، او دا کډوال د شړلو له خطر سره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا څلور میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د سیمه ییزې همکارۍ او بیړني نړیوال ملاتړ پرته د کډوالو د راستنیدو کړکیچ کولی شي په یوه پراخه بشري بحران بدل شي چې د افغانستان او هاخوا لپاره به سختې پایلې ولري.

دا مهال یو له جدي ستونزو څخه چې راستنیدونکي ورسره مخ دي د سرپناه نشتوالی دی. د ډله ییزې راستنیدو له پیل راهیسې، د افغانستان ښارونه د کورونو له کمښت سره مخ دي او کرایې ډیرې لوړې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې د پروګرام مشره سټیفاني لوز وايي، چې ډیری راستنیدونکي کډوال د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه