د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو نقض د ورځني ژوند یوه برخه ده

Photo: @AussenMinDE

اطلاعات روز: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د کابل د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یو ځل بیا د بشري حقونو جدي نقض د ورځني ژوند یوه برخه ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن (جمعه، ۲۴ د زمري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دې هیواد د خلګو ژوند په بشپړه توګه بدل شوی دی.

ده ویلي چې د طالبانو بیا واکمنېدل په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د «عطف یوه ترخه نکته» او د یوه بې ازادۍ، بې زده کړو او بې کاره ژوند پیل و.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له هغه مهاله بیا تر اوسه طالبانو د ښځو او نجونو حقونه په زیاته کچه محدود کړي او د دې ډلې په واکمنۍ کې «یو ځل بیا د بشري حقونو جدي سرغړونې د ورځني ژوند یوه برخه دي.»

ده ویلي چې نړیوالې ټولنې ته د طالبانو راتګ تر هغو ناشونی دی چې نړیوالو تعهدداتو او د افغانستان د خلګو بشري حقونو ته درناوی ونه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې بشري وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دې چې د دې هیواد نیمایي وګړي کافي خوړو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او ماشومان او برالبې میندې له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

ده ویلي چې دا افراد د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د جرمني مرستې ته اړتیا لري او له همدې کبله هر ممکن ځای او په افغانستان کې خپله بشري مرسته کوي.

ده ویلي چې د جرمني د اقتصاد او پرمختګ د وزارت له پرېکړې سره سم یې دې وضعیت ته د رسیدګۍ لپاره ۵.۸ میلیون اضافي مرسته ځانګړې کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا مرسته د ملګرو ملتونو او د نورو نړیوالو سازمانونو له خوا کېږي او د طالبانو لاس ته نه لوېږي.

ده همدا راز د هغو کسانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښوولې چې د جرمني له خوا منل شوي او اوس مهال په پاکستان کې دي او ویلي یې دې چې هغوی د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «له همدې کبله اوس موږ د پاکستان له حکومت سره د لوړې کچې اړیکې نیولې دي، تر څو دا افراد خوندي کړل شي او هغو کسانو ته بېړنۍ مرسته ورسېږې چې په وروستیو ورځو کې نیول شوي او ایستل شوي دي.»

جرمني د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په زرګونو افغان وګړو ته د منل کېدو ژمنه ورکړې وه، مګر لا هم ګڼ کسان په پاکستان کې انتقالېدو ته په تمه دي.

په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې پاکستان له دې کسانو څخه یو شمېر نیولي او له خپله هیواده یې ایستلي دي او د نورو د ایستل کېدو خطر هم شته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه