د ملګرو ملتونو کارپوهان: نړیواله ټولنه دې د هر داسې اقدام مخنیوی وکړي چې طالبان عادي کوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د واکمنۍ د څلورم تلین په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ډلې تاوتریخجن او استبدادي حکومت ونه مني او د هر هغه اقدام په وړاندې دې ودرېږي چې د دې ډلې حکومت عادي کوي.

دې کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې چې نن (پنجشنبه،۲۳ د زمري) خپره شوې، ویلي چې څلور کاله کېږي د افغانستان ولس، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې پر خپلو حقونو او ازادیو بې رحمانه بریدونه زغمي.

د دوی په وینا، طالبان د جنسیتي ځپنې د منظم سیسټم او د مخالفینو او خپلواکو رسنیو د ځپلو له لارې په ښکاره ډول د بشري حقونو، برابرۍ او د نه تبعیض له اصولو سرغړوي.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته، تر اوسه یوازې روسیې د دې ډلې حکومت په رسمیت پېژندلی، که څه هم یو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو ډیپلوماتان منلي او ورسره اړیکې لري.

د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلارې د نړیوالو له نیوکو سره مخ دي. په همدې حال کې د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې تر هغه چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې وضعیت ښه شوی نه وي، له طالبانو سره اړیکې باید عادي نه شي.

کارپوهانو د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی او ویلي یې دي: «د طالبانو د جنسیتي تبعیض منظم سیستم او ظلم دومره شدید دی چې د بشریت ضد جنایت او د جنسیت پر بنسټ ځورونه ګڼل کېږي … موږ د حساب ورکولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوو.»

هغوی همداراز د بشري حقونو د نورو سرغړونو په اړه هم اندېښنه ښودلې، لکه علني اعدامونه او د بدني مجازاتو زیاتوالی، خپلسرې نیونې، بې‌محکمې اعدامونه، شکنجې او له بندیانو سره ناوړه چلند، د مدني فضا له منځه وړل او د بشري حقونو د مدافعانو ځپنه.

کارپوهانو ویلي چې «په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی، خو دا باید یوه له لاسه وتلې موخه ونه ګڼل شي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د دې روایت پر وړاندې ودریږي چې ګواکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی حالت نه‌شي بدلېدلی او یو بل راتلونکی هم شونی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د زیاتېدونکي ځپنې پر وړاندې مبارزه یوه «هر اړخیزه» تګلاره غواړي. د دوی په وینا، د دې تګلارې باید ملاتړ وشي او نړیوال فشار پکې شامل وي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیواله کچه د پاسخ ګویي یا حساب ورکولو غوښتنه کړې او په دې کې د یوه داسې څېړنیز میکانیزم جوړول چې پراخ ماموریت ولري او د جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید پېژندل شامل دي.

د بشري حقونو فعالان د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تګلارې جنسیتي اپارتاید بولي او غواړي چې دا د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز د کډوالو او جلاوطنه کسانو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي: «دا ملاتړ ځکه اړین دی چې د ایران اسلامي جمهوريت او د پاکستان په څېر هېوادونه لا هم ګڼ افغانان بېرته ستنوي او هغوی په مستقیم ډول له هغې ځورونې سره مخامخ کوي چې ترې تښتېدلي دي.»

هغوی غوښتنه کړې چې د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته د هېواد د وضعیت د ښه کولو په هڅو کې برخه ورکړل شي او ویلي یې دي: «موږ په کلکه باور لرو چې په افغانستان کې بدلون تر ټولو ښه د همدې خلکو په لاس رهبري کېدلای شي خو هغوی دا کار یوازې نه‌ شي کولای.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې اصولي او دوامداره نړیوال ملاتړ اړین دی او «هره ورځ چې بې له اقدامه تېریږي، د طالبانو ځپونکې واکمني نوره هم پیاوړې کېږي.»

هغوی زیاته کړې: «د افغانستان له خلکو سره درېدل هم اخلاقي اړتیا ده او هم د بشري حقونو له اړخه یو مسوولیت. دا یواځې د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی، بلکې د ټوله نړۍ په ګټه دی.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه