ملګري ملتونه: زده‌کړه یو انساني حق دی

Photo: UNICEF Afghanistan

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د افغانستان نجونې له څلورو کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې زده‌کړه یو انساني حق دی.

دې سازمان نن (چهارشنبه، ۲۲ د زمري) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې ښځې او ځوانې نجونې لا هم په ګڼو هېوادونو کې له تبعیض سره مخ دي او له ټولنیز پلوه څنډې ته شوې دي او په دې کې مکتب ته د نابرابر لاسرسي ستونزه هم شامله ده.

په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال پر مهال د واک له ترلاسه کولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)په وینا، یوازې سږکال نږدې ۴۰۰ زره نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي او د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته رسېدلی دی.

یونیسف خبرداری ورکړی چې که د نجونو پر زده‌کړه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، په افغانستان کې به تر څلور میلیونو زیاتې نجونې له لومړني ښوونځي پورته د زده‌کړې له حقه محرومې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د شمېرنو له مخې، اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه نجونې او ۱۰ میلیونه هلکان له زده‌کړې بې‌برخې دي.

دې دفتر په خپلو موخو کې اعلان کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې، د دوامدار پرمختګ د څلورم هدف په چوکاټ کې باید ډاډ ترلاسه شي چې ټول هلکان او نجونې وړیا، عادلانه او باکیفیته لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې بشپړې کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې همدارنګه ټینګار کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ټولو ښځو او نارینه وو لپاره د مسلکي، فني او لوړو زده‌کړو (د پوهنتون د زده‌کړو په شمول) برابر، ارزانه او باکیفیته لاسرسی تضمین شي

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه