د یوناما تازه راپور: د بدخشان په لاریونونو کې د طالبانو له لوري لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې تایید کړې چې طالبانو د بدخشان د لاریونونو د ځپلو پر مهال لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.

په دې راپور کې چې نن (یکشنبه، ۱۹ د زمري) خپور شوی، راغلي چې د مې او جون په میاشتو کې په بدخشان کې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي پر ضد د معترضانو د ځپلو پر مهال د خپل‌سري نیولو، ناوړه چلند، بندي کولو او د لاریون کوونکو د وژنې پېښې ثبت شوې دي.

د یوناما د راپور له مخې، د می په پنځمه نېټه د بدخشان د «ارګو» ولسوالۍ شاوخوا ۲۰ تنه بزګران وروسته له هغه د طالبانو له‌خوا نیول شوي، چې د دې ډلې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅو پر ضد یې اعتراض کړی و او ځینې یې وهل شوي هم دي.

همدارنګه، د می په ۲۵مه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې، طالب ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما راپور وايي، چې د جون په ۱۹مه، طالب ځواکونو په خاش ولسوالۍ کې هم پر لاریون کوونکو ډزې کړي او یو شمیر یې وهلي ډبولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) راپور کې راغلي، چې د جون په ۳۰مه، طالب ځواکونو په خاش ولسوالۍ کې هم پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې لږ تر لږه اته سړي وژل شوي او د یوې نجلۍ په ګډون ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې، چې طالبانو له دې یوه ورځ وروسته د قربانیانو په جنازه ډزې کړي، چې لږ تر لږه یو کس یې وژلی او شاوخوا ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د جولای په لومړۍ نیټه، د بدخشان والي محمد ایوب خالد، د بي بي سي سره په یوه مرکه کې په خاش ولسوالۍ کې پر لاریون کوونکو ډزې تایید کړې او ویې ویل چې طالب ځواکونو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز او اوبه شیندونکي نه درلودل او د هغوی د خپرولو لپاره یې ډزې کړې دي.

په بدخشان کې د طالبانو والي د بدخشان د طالبانو والي د د شمیرو له وړاندې کولو پرته د معترضانو وژل کیدل په غیرمستقیم ډول تأیید کړل او زیاته یې کړه چې کېدای شي ځینې کسان تر پښو لاندې شوي وي یا پر لاریون کوونکو د کورونو له دننه ډزې شوې وي.

طالبانو د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې هم په خاش، درایم او ارګو ولسوالیو کې په ورته کړنو کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو پر مهال پر مخالف لاریون کوونکي ډزې کړې وې. دې ډلې په هغه وخت کې ویلي و، چې د دې موضوع د څېړنې لپاره یې یوه کمیټه ټاکلې، خو د دې څېړنې پایلې لا نه دي اعلان شوې.

دې ډلې تر اوسه د یوناما راپور ته ځواب نه دی ویلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه