ملګري ملتونه: ښځې او نجونې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له فقر، ژر ودېدو او تاوتریخوالي سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځینه برخه وایي چې کومې کډوالې ښځې او نجونې چې اړې کېږې چې افغانستان ته ستنې شي، د دې هیواد د نورو ټولو ښځو او نجونو په څېر د زیاتېدونکي فقر، ژر ودېدلو، تاوتریخوالي او استثمار له خطرونو او د خپلو حقونو او ازادیو په برخه کې له بندیزونو سره مخ دي.

دې بنسټ او د مرستې رسونې نړیوالې ادارې (care) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې راستنېدونکې ښځې او نجونې په هغو ټولنو کې د خپل ژوند جوړولو لپاره چې له وړاندې له سختو اقتصادي او چاپېریالي فشارونو سره مخ دي، بېړنیو بشرپالو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د دې اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۴۳ میلیون زیات کډوال راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د راستنو شویو شمېر تر څلور میلیون زیات ښوولی دی. د دې کسانو اکثریت په جبري ډول را ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې او «کي‌ير» بنسټ په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې له ایرانه په راستنو شویو کې یو پر درېیمه ښځې او نجونې او له پاکستانه په راستنو شویو کې نیمایي ښځې او نجونې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ښځې یوه داسې هیواد ته راستنېږي چې هلته یې هیڅ ژوند نه دی کړی او له یوه داسې وضعیت سره مخ کېږي چې نه کور، نه عاید او نه هم زده کړو او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري.

دې دوو ادارو ویلي: « د دې هیواد د نورو ټولو ښځو او نجونو په څېر د زیاتېدونکي فقر، ژر ودېدلو، تاوتریخوالي او استثمار له خطرونو او د خپلو حقونو او ازادیو په برخه کې له بندیزونو سره مخ دي.»

په افغانسان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي: «ښځې او نجونې چې هیڅ هم نه لري، یوې داسې ټولنې ته راځي چې له وړاندې ماتېدو ته نژدې شوې او په دې توګه له نور خطر سره مخ کېږي.»

دې ویلي چې د راستنو شویو ښځو د ملاتړ لپاره نورې بودجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې او «کي‌یر» د نوي راپور له مخې، خوندي سرپناه، معیشت او د نجونو زده کړې هغه موارد دي چې ښځې یې د خپلو بېړنیو اړتیاوو په توګه یادوي.

په عین مهال کې د مرستې کولو لپاره د کافي بودجې نشتون د ملګرو ملتونو د بشرپالو سازمانونو ظرفیت ډېر کم کړی دی.

د «کي‌یر» مدیر ګراهام دیویسون ویلي: «موږ د لومړنیو خدماتو، امن فضا او د راستنو شویو ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره سخت ملاتړ ته اړتیا لرو.»

د ده په وینا، ښځې او نجونې په خپګان او ناهیلۍ سره افغانستان ته راستنېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان اوس مهال د نړۍ په کچه له سخت بشرپالي کړکېچ سره مخ دی او لامل یې د لسیزو جګړه، فقر او طبیعي ناورینونه دي.

د دې سازمان په وینا، د کډوالو د راستنیدنې وروستۍ څپې ماتېدونکې ټولنې نورې هم ګواښي او کړکېچ پراخوي.

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې او «کي‌یر» ویلي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې همدا اوس اقدام وکړي – د افغان ښځو او نجونو د حقونو ساتنه وکړي او پر هغو ښځو پانګونه وکړي چې د دې ښځو د ملاتړ لپاره لومړۍ کرښه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه