له پاکستانه د کډوالو د ایستلو نوی پړاو؛ ملګري ملتونه: د افغان کډوالو ایستل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان د هغه پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې ثبت شوي افغان کډوال یا د «پي او ار» کارت لرونکي بیرته ستنوي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان کډوالو هر ډول ستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

دې بنسټ په یوه بیان کې ویلي، چې د «پي او ار» کارت لرونکي د لسیزو راهیسې د کډوالو په توګه پیژندل شوي، د دوی جبري ستنول د دې ډلې پر وړاندې د پاکستان له پخواني بشردوستانه دریځ سره په ټکر کې دي او «د نه‌ستنوونې» له اصل څخه سرغړونه بلل کېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دوی په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو په اړه اندیښنه لري چې په زوره بیرته هغه هیواد ته شړل شوي چیرې چې د دوی بشري حقونه په خطر کې دي.

دې بنسټ ویلي: «موږ له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان ته د افغانانو هر ډول ستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ زیاته کړې چې د یوې میاشتې په توګه د لنډمهاله استوګنې کارتونو د اعتبار مودې غځولو هرکلی کوي.

د دې بنسټ د پاکستان له حکومت څخه په کلکه غوښتي، هغه کسان چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري د جبري شړلو څخه معاف کړي.

ملل متحد همداراز له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې هغو افغان وګړو ته چې روغتیايي اړتیاوې لري، دا مهال زده‌کړې کوي، یا له پاکستاني وګړو سره یې واده کړی وي د پاتې کېدو اجازه ورکړي.
پاکستان تایید کړې ده چې راجستر شوي افغان کډوال به د «ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان» له مخې خپل هېواد ته ستاته کړل شي.

په تیرو څو ورځو کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پي او ار کارت لرونکو په ګډون د افغان اتباعو د نیولو راپورونه ترلاسه کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته راستنېدل د اساسي خدمتونو، استوګنې او معیشت پر وضعیت سخت فشار راوستی او په افغانستان کې یې د بشري ناورین حالت لا پسې خراب کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې ډله ییز او چټک راستنیدل په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ خطر زیاتوي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې سږ کال له ۲.۱ میلیون څخه ډیر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې خلکو ډیری برخه له ایران څخه را ایستل شوې، چې دا لړۍ اوس مهال هم روانه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه