د بریتانیا ځانګړی استازی: افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مسوولین باید ځواب‌ ویونکي وي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، هغه کسان چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو مسوول دي، باید ځواب‌ ویونکي وي.‏

نوموړي دا خبره تېره شپه (سې شنبه، ۱۴ د زمري) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه لنډ پیغام کې خپره کړې.

په همدې حال کې بیا د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنټ، د بریتانیا د ځانګړي استازي پیغام بیا خپور کړی دی.

د بریتانیا ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د بشري حقونو د فعالانو پرونۍ مجازي غونډه یوه مهمه پیښه بللې او د هغې له تنظیموونکو څخه یې مننه کړې.

پرون د بشري حقونو د بنسټونو استازو په ګډون د بشري حقونو د څار بنسټ او ریچارډ بېنټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.‏

ښاغلي بېنټ په دې غونډه کې وویل، هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي د بشریت پر وړاندې جرم دی او د دې وضعیت حل کول یو نړیوال مسوولیت دی.

هغې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته باید طالبان عادي یا په رسمیت ونه پیژندل شي.

د بشري حقونو څار سازمان تېره ورځ پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو د څلورمې کلیزې په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د پای ته رسولو لپاره هېڅ کارنده اقدام نه‌دی کړی.‏

د بشر حقونو څار په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان له نیولو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه سخت کړي، خبریالان یې نیولي او د ټولو مخالف غږونو په چوپولو سره یې خپلې ځپونکې کړنې زیاتې کړې دي.

دې سازمان زیاته کړې، چې افغانستان اوس د نړۍ له یو له بدترین بشري بحران سره مخ دی، چې دا بحران د بهرنیو مرستو د کمښت او له ایران او پاکستان څخه د شړل شویو ۱.۹ میلیون کډوالو له امله نور هم زیات شوی دی.

د بشر حقونو څار په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: «د طالبانو د واک ته د رسیدو څلورمه کلیزه د دې ډلې د ناوړه چلندونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختوالي یوه روښانه یادونه ده.»

هغې ټینګار کړی، چې «د طالبانو ظالمانه کړنې» باید حکومتونه دې ته وهڅوي چې د طالبانو مشرتابه او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د جدي جنایاتو مسؤل دي، حساب ورکوو ته راکش کړي او د دې هڅو ملاتړ وکړي.‏

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه