پاکستان د افغان کډوالو وروستۍ ډله هم وباسي

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د «پي او آر» په نوم د ثبت شويو کارتونو موده نه غځوي او پریکړه یې کړې دغه کډوال له خپل هیواده وباسي.

د ډان نیوز د راپور له مخې، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه ځانګړي نظارتي لارښود (اس‌آراو) کې اعلان کړی چې د «پي او‌ آر» کارتونو موده د روان کال د جون پر ۳۰مه نېټه پای ته رسېدلې او د دغو کارتونو لرونکي نور په هېواد کې غیرقانوني اوسېدونکي ګڼل کېږي.

دا لارښود د ناحیو، پولیسو، څارنوالۍ، زندانونو او نورو چارواکو ته واک ورکوي چې د پي او آر کارت لرونکو د نیولو او شړلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټولو هغو افغان اتباعو پاتې کیدل چې د دوی په پاسپورټونو کې د پاکستان د اعتبار وړ ویزې نه وي غیرقانوني دي او دوی باید وشړل شي.

د پاکستان دولت تر دې دمه غیر قانوني افغان اتباع او همدارنګه د افغان تابعیت کارت لرونکي له خپل هیواده شړلي دي.

که څه هم د پي او آر کارتونو موده سږ کال د جون په ۳۰ نیټه پای ته رسیدلې، خو لرونکو یې هیله درلوده چې پاکستاني چارواکي به د دوی د استوګنې موده وغځوي، لکه څنګه چې یې تل کړي و.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي د اسلام آباد د هغه پریکړې په اړه چې پي او آر کارت لرونکي بیرته ستنوي اندیښنه څرګنده کړې.

د ده په وینا، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې پاکستان د غېرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د پلان درېیم پړاو پیلوي، خو د دغې پرېکړې په تړاو نور څه نه دي ویل شوي او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هڅې کوي، چې د دغې پرېکړې او د هغې د تطبیق د لارو چارو په اړه نور جزییات ترلاسه کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د کډوالو راستنیدل باید رضاکارانه، خوندي، باعزته او د نړیوالو اصولو سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې له ۱.۳ میلیون څخه ډیر افغانان میشت وو.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې، کله چې پاکستاني چارواکو د غیرقانوني بهرنیو اتباعو لپاره د بیرته ستنیدو پلان عملي کول پیل کړل، بې اسناده خلک او همدارنګه د ای‌سي‌سي کارت لرونکي له پاکستان څخه وتلي دي.

په پاکستان کې د پي او آر کارت لرونکي هغه یوازیني کسان دي چې لاهم په قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.

د پاکستان څخه د کډوالو دا ډله داسې مهال ایستل کېږي، چې له ایران څخه د کډوالو شړل اوس مهال روان دي.

د طالبانو په وینا، په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱.۸ میلیون کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه