ټرمپ: افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو له پخوانیو متحدینو ساتنه وشي

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو له پخوانیو متحدینو ساتنه وشي.

نوموړي پرون چهارشنبه له خبریالانو سره په خبرو کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ ښه خلک پېژنو او هغه کسان هم پېژنو چې ښايي ډېر ښه نه وي. موږ به له هغو کسانو څخه، چې زموږ لپاره یې څه کړي دي، یا هغو کسانو چې هغوی ته ځانګړي معلومات ویل شوي، ساتنه وکړو.»

ټرمپ د نوي مرستې یا د افغان کډوالو د وضعیت بیاکتنې پروګرامونو په اړه جزیات نه دي ورکړي، مګر اټکل یې وکړ چې د هغه اداره به «د شاوخوا ۹۰ سلنه» هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دایمي کډوالۍ په لټه دي.

هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د وتلو پر بهیر نیوکه وکړه، او دا یې «د امریکا په تاریخ کې یو له شرمناکو دورو څخه» یاده کړه.

ټرمپ د افغان متحدینو په اړه چې دا مهال په امریکا کې دي، د خپل دولت د سیاستونو له امله د پخوانیو سرتېرو او نظامي چارواکو له لوري له نیوکو سره مخ شوی دی.

د ټرمپ دولت هغه پروګرامونه بند کړي چې د امریکایي ځواکونو د پخوانیو متحدینو د استوګنې لپاره یې هڅې همغږې کولې.

د ټرمپ دولت د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله ساتنې پروګرام هم لغوه کړی دی. دې کار کډوال د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

په دې وروستیو کې راپور ورکړل شو چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې مامورینو یو پخوانی افغان ژباړن چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی و، نیولی دی.

د دغه پخواني ژباړن نیولو نیوکې راپورته کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه