ملګري ملتونه: په افغانستان کې اقلیمي پېښو پنځه میلیون وګړي زیانمن کړي

اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درو میاشتو کې اقلیمي پېښو په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیون وګړي اغېزمن کړي دي.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۸ د زمري) ویلي چې سخته وچکالي، ناڅاپي سیلابونه، سخته ګرمي او درنې واورې هغه اقلیمي پېښې دي چې په دې درو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شوې دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان له راپور سره سم، د سږ کال له جنورۍ څخه بیا تر مارچ پورې په افغانستان کې دننه ۱۷۵ زره وګړي بې ځایه شوي چې ۷۹ سلنه یې د اقلیمي خطرونو له کبله وو.

دې سازمان ویلي چې تر ۳۹۶ زره زیات وګړي اړ شوي چې په افغانستان کې دننه او یا هم بهر ته کډوال شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د اقلیمي پېښو له کبله اصلي زیان د افغانستان کلیوالو سیمو ته رسېږي او سرپناوې یې ویجاړېږي، پاکو اوبو ته یې لاسرسی کمېږي او روغتیایي خدمات نه لري.

د دې سازمان په وینا، د افغانستان تر ۸۰ سلنه زیاتې کلیوالې سیمې د څښاک اوبه نه لري او د خوړو ناامني تر ټولو لویه اندېښنه ده.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان له راپور سره سم، ۴۷ سلنه کلیو د خوړو نه درلودل خپله لویه ننګونه ګڼلې ده.

دې سازمان ویلي چې په افغانستان کې اقلیمي خطرات مخ پر زیاتېدو دي او په دې اړه شمیرې ټولنو، سیاستوالو او مرستندویانو ته د چمتووالي او ځواب ویلو لپاره لازم خبرداری ورکوي.

دا پر له پسې څووم کال دی چې افغانستان د اقلیمي بدلونو له وجې له سختې وچکالۍ سره مخ دی او د هیواد په بېلابېلو سیمو کې اوبه مخ پر وچېدو دي.

له دې پرته، اقلیمي بدلونونه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د بې وخته بارانونو او ناڅاپي سیلابونو د راوتلو لامل شوي دي او درانه مالي او ځاني تلفات یې پېښ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه