محب: لنډمهالې ادارې افغانستان ته مثبته پایله نه ده ورکړې

اطلاعات روز: د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، موقت حکومت د افغانستان د درد لپاره دوا شوی نه دی او د هېواد برخلیک او د خلکو پرېکړه د یو څو کسو لاس کې نه ورکوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار نن (شنبه، ۱۴ د وري) د لوړپوړو امنیتي چارواکو په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې د ځینو کړیو له خوا د لنډمهاله ادارې موخه باید مالومه شي چې دوی څه غواړي.

ښاغلي محب وویل: «اول باید موخه مالومه شي چې څه ده؟ که هدف دا وي چې داسې حکومت چې سولې ته کار وکړي او پای کې یې یو ټاکنیز حکومت رامنځته شي، نو ولسمشر ویلي چې د ۶ یا درې میاشتو کې باید ټاکنې  وشي او خپله به هم نوماند نه وي، که هدف یوازې لنډمهاله اداره وي فکر کوم چې د خلکو په اراده به نه وي.»

حمدالله محب وایي، دا حکومت د خلکو په رایه جوړ شوی او خلک به پرېکړه کوي چې بل حکومت راشي او په خپله حکومت دا حق نه لري چې د هېواد برخلیک او د خلکو پرېکړه یو ۴۰ کسو ته ورکړي.

نوموړی وایي: «موږ دا ډول حکومت تېر وخت کې لېدلی، چې د یو څو کسو ترمنځ هوکړه شوې او بیا دې هوکړې افغانستان ته مثبته پایله نه ده ورکړې، نن هم که هر څوک غواړي چې راتلونکې حکومت کې ونډه ولري، ټاکنو ته دې تیاریانې ونیسي.»

د ترکیې ناسته

د ملي امنیت شورا سلاکار دغه راز د ترکیې ناستې په اړه وویل، چې لا هم د دې ناستې د وخت، اجنډا او په کې د ګډونوالو پر ځانګړي کولو بحثونه روان دي، خو په وینا یې چې لا یې کومه پایله نه ده ورکړې.

ښاغل محب وایي، د قطر دوحه کې افغان پلاوی د طالب او امریکایي پلاوي سره د ترکیې ناستې لپاره د تیاریو نیولو لپاره په خبرو بوخت دی.

نوموړي د سولې د طرحې په اړه وویل، چې د دغې طرحې لپاره یې غونډې کړي او ټاکل شوې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا په سبا ناسته کې د سولې دغه طرحه وړاندې شي.

حمدالله محب جګړې ته د طالبانو د تیاریو په اړه د یو خبریال په ځواب کې وویل، چې طالبانو ته تېر یو کال کې وخت و چې سوله وکړي، خپلو موخو ته د سیاسي لارې ورسیږي، خو په وینا یې دوی وښوده چې په سیاست نه پوهیږي.

ده وویل، چې طالبانو لا هم بدلون نه دی کړی او لا هم د خلکو له وژنو لاس نه اخلي.

ده زیاته کړه: «دوی د روسیې کنفرانس کې افغان مشرانو ته یې توهین وکړ او فکر کوي چې په زوره پر خلکو حکومت کولی شي. دوی وښوده چې سیاست یې زده نه ده. دوی ته وایم چې باداران درنه ناوړه ګټنه کوي. د بادارانو مه اورئ، بلکې د خلکو واورۍ خلک سوله غواړي. په دوی کې که لږ افغانیت هم پاتې وي له جنګ دې لاس واخلي. د مذاکرې له لارې قدرت کې د شاملېدو لار شته.

ښاغلی محب وایي، چې طالبان په زور هېڅ هم نه شي نیولی. طالبانو بیا تر دې دمه د ملي امنیت شورا سلاکار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه