په غزني، پروان او فاریاب کې جلا ترافيکي پيښو د ۱۳ کسانو ژوند واخیست

اطلاعات روز: په غزني، پروان او فاریاب کې د جلا ترافیکي پیښو له کبله ۱۳ تنه مړه او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

غزني کې د طالبانو د پولیسو وياند خالد سرحدي وايي، چې نن (دوشنبه، ۶ د زمري) غرمه مهال د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند «عسکر کوټ» سیمه کې د کابل-کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښې له کبله اوو کسانو ژوند بایللی دی.

نوموړی زیاتوي، چې پیښه د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او د تیلو ټانکر ترمنځ شوې، چې پر مهال یې د ماشومانو په ګډون اوو کسانو خپل ژوند بایللی او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. هغه د ټپيانو کره شمیر نه دی په ډاګه کړی. خو دغلته د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې یاده ترافیکي پیښه شپږ تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي چې د پنځو تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د خالد سرحدي په وینا، چې سيمې ته د عامې روغتيا ریاست امبولانسونه رسيدلي او ټپیان یې روغتیایي مرکز ته انتقال کړي دي.

هغه د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.

دغه راز پروان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ خبر ورکړی، چې پرون (یکشنبه، ۵ د زمري) د دې ولایت سالنګ ولسوالۍ کې دوه مرګونې ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

د دې قومندانۍ په وینا، چې لومړۍ پېښه د کو کلامي دره کې رامنځته شوې، چې پر مهال یې یو ډاکسن ډوله موټر له سړک اوښتی او سیند ته لویدلی چې په پایله کې یې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

په پروان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ زیاتوي، چې په دویمه پېښه بیا د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو د سالنګ تونل په سیمه کې رامنځته شوې، چې پر مهال یې یو پاسو موټر چې له سویل څخه شمال ته روان و، له یوې بار وړونکې لارۍ سره ټکر کړي، چې په پایله کې یې څلور کسان مړه او یو کس ټپي شوی دی.

په ورته مهال بیا فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دې ولایت د قرمقول ولسوالۍ اړوند میمنه-اندخوی سړک کې د یوې ترافیکي له کبله یوه ځوانه نجلۍ مړه شوې او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، چې یاده سیمه کې یو ګړندی موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی. د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر زیات سرعت او بې احتیاطي بلل شوي.

په هېواد کې هره ورځ د مرګونو ترافیکي پېښو راپور ورکول کېږي. داسې ښکاري چې ترافیکي پېښې اوس د جګړې او ناامنۍ په پرتله د ډیرو افغانانو ژوند اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه