په خیبرپښتونخوا کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوځ په ډزو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي

اطلاعات روز: د پاکستان له خیبرپښتونخوا ایالت څخه راپورونه وایي چې د دې ایالت د خیبر ولسوالۍ په تیراه سیمه کې پاکستاني پوځیانو پر لاریونوالو ډزې کړې چې په ترڅ کې یې یې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

اسلام اباد میشتې خراسان ډایري رسنۍ نن (یکشنبه، ۵ د زمري) لیکلي چې دا لاریون تر هغه وروسته له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په نښته واووښت چې کله لاریونوالو یوه روغتون ته اور واچاوه او پوځي مرکز ته یې د ننوتلو هڅه وکړه او یو پوځي ګاډی یې هم وسوځاوه.

د دې رسنۍ په وینا، په سیمه کې لاریونونه تر هغه وروسته پیل شول چې کله پرون د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې یوه ماشومه ووژل شوه.

په عین مهال کې له سیمې ځایي خبریالانو پر ټولنیزو رسنیو د وژل شویو شمېر ۵ او د ژوبلو شمېر ۱۷ کسه ښوولی دی.

بل لور ته، پر لاریونوالو د پاکستاني پوځ ډزو او اوښتې مرګ ژوبلې په پاکستان کې د سیاستوالو غبرګون راپارولی دی.

په دې لړ کې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ پر خپله ایکس پاڼه دا پېښه غندلې ده او دا یې د «پښتنو نسل وژنه» بللې.

همدا راز، د خیبرپښتونخوا د ایالتي پارلمان غړي اقبال افریدي هم د پېښې د غندلو تر څنګ پوښتلي چې پوځ دا اختیار له کومه کړ چې پر خلګو ډزې وکړي؟

ویل کېږي چې په سیمه کې لا هم وضعیت ترینګلی دی. له خلګو غوښتل شوي چې دوکانونه وتړي او همدا راز راپورونه ورکول کېږي چې په سیمه کې ګڼ وسلوال کسان هم لیدل شوي او سیمه‌ییزو خلګو ته یې اندیښنې پیدا کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه