«ازادۍ جبهه»: تر دې وروسته د طالبانو د امر بالمعروف مامورین هم په نښه کوو

اطلاعات روز: د «افغانستان ازادۍ جبهې» په کابل کې د طالبانو له لوري د نجونو د نیونې نوې څپې ته په غبرګون کې ویلي چې تر دې وروسته د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین هم په نښه کوي.

دې جبهې نن (جمعه، ۲۷ د چنګاښ) له هیوادوالو غوښتي چې «د خپل ځان د ساتنې په موخه دې د طالبانو د غونډېدو له ځایونو، قرارګاوو او وسایطو څخه په جدي توګه ځان لیرې وساتي.»

د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په اعلامیه کې ویل شوي: «باوري راپورونه وایي چې په وروستیو ورځو کې طالب ډلې په کابل ښار کې یو شمې ښځې په خپلسرې توګه نیولې، اختطاف کړې او ځورولې دي.»

دې جبهې ویلي د طالب ډلې دا اقدام د ښځو د انساني کرامت، اخلاقي ارزښتونو، بشري حقونو او د افغانستان د وګړو د لرغونو دیني او کلتوري ارزښتونو صریح نقض دی او غندي یې.

د «افغانستان ازادۍ جبهې» ویلي چې «فردي حریم ته لاس اچول او د ښځو انساني کرامت، ټولنیز حیثیت او بنسټیز حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کول نه مشروع دي، نه د توجیه او نه هم د زغم وړ. موږ د طالبانو د دې تاوتریخجنو، انسان ضد او جنایتکارو کړنو په وړاندې په خپل ټول توان سره درېږو.»

دې جبهې ویلي چې داسې هدفي چلند «د طالبانو د هغه سیسټماټیک سیاست برخه ده چې غواړي د ښځو عزت نفس، غرور او وقار مات کړي او په هیواد کې یو شمېر ځانګړې قومي ډلې داغداره کړي.»

د «افغانستان ازادۍ جبهې» ویلي چې داسې کړنې یوازې ټولنیز درزونه ژوروي، بې باوري پراخوي او په هیواد کې ملي یووالی کمزوری کوي.

په وروستیو ورځو کې راپورونه ورکړل شوي دي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو په کابل کې په لسګونو نجونې نیولې دي.

لا هم روښانه نه ده چې طالبانو دا نجونې د کوم تور پر اساس نیولې دي، خو د دې ډلې د امر بالمعروف مامورینو تر دې وړاندې هم په لارو او کوڅو کې نجونې د «بد حجابۍ» په تور نیولې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر اوسه د دې نجونو نیول نه دې تایید کړي او د هغوی د برخلیک په تړاو هم معلومات نه دې ورکړل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه