طالبانو پکتیکا کې یو تن اسلام ته د سپکاوي په تور په مرګ محکوم کړی

اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې دې ډلې د پکتیکا ولایت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې یو کس «اسلامي شریعت او مقدساتو» ته د سپکاوي په تور نیولی او د دې ډلې د ابتدایه محکمې له لوري د مرګ په سزا محکوم شوی دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر نن (پنجشنبه، ۲۶ د چنګاښ) پر خپله ایکس پاڼه کې ادعا کړې، چې نیول شوی کس عبدالعلیم خاموش نومیږي او په خپل «جرم» یې اعتراف کړی دی.

خو، نوموړي نه دې ویلي چې عبدالعلیم خاموش کله نیول شوی، څه وخت یې ابتدایه محکمه ترسره شوې او د محاکمې جریان یې څه ډول پرمخ وړل شوی دی.

ورته مهال پر خواله رسنیو بیا یو شمیر کسانو عبدالعلیم خاموش د ژغورنې غږونه پورته کړي او ویلي دي چې نوموړی د پکتیکا د جانې خیلو ولسوالۍ د جلالزو په کلي کې د لېسې استاد و او شاوخوا شل ورځې وړاندې یواځې په دې ټکي نیول شوی چې په لېسه کې یې خپلو شاګردانو ته د منځنۍ ختیځ له شخړې وروسته ویلي و چې «دیني زده کړې هم ضروري دي، خو عصري زده کړې ډېرې ضروري دي».

د خواله رسنیو یوه کاروونکي لیکلي، چې د جاني خیلو ولسوالۍ کې د طالبانو محکمې یاد استاد لومړی د دوی نظام سره د مخالفت په تور په دوه کاله بند محکوم کړی و، خو اوس یې ورباندې اسلام ته د سپکاوي تور پورې کړی او د مرګ سزا یې ورته اورولې ده.

سرچینې زیاته کړې، طالبانو د عبدالعلیم خاموش کورنۍ هم ګواښلې، چې په دې اړه به له چا سره خبرې نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم ځیني کسان «الحاد» او «عیسویت» ته د بلنې په تور نیولي دي، مګر دا لومړی ځل دی چې یو څوک د داسې تورونو له امله په د مرګ په سزا محکومیږي.

د شنونکو په اند، طالبان له دین څخه سخت دریځی تعبیر لري او که یې څوک له دریځ سره توافق ونه کړي، نو د اسلام د سپکاوي په تور یې نیسي او سزا کوي.

طالبان د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز په ګډون له خپلو ټولو پالیسیو د اسلام په نوم دفاع کوي او په دې تړاو نړیوالو غبرګونونه هم ځینې وختونه له اسلامي احکامو ناخبري او هغو ته سپکاوی ګڼي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه