د یوناما رییسې افغانستان ته د راستنېدونکو د چټک ملاتړ غوښتنه کړې

Photo: @UNAMAnews

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا غوښتنه کړې چې نړیوال باید د راستنېدونکو چټک ملاتړ وکړي.

د هغې اعلامیې له مخې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) نن (سې‌شنبه، ۲۴ د چنګاښ) خپره کړې، رزا اوتنبایوا تازه د اسلام کلا هغې لارې لیدلو ته تللې چې کډوال پرې له ایرانه راستنېږي.

دې ویلي چې کډوالې کورنۍ د دې پر ځای چې خپل هیواد ته په راستنېدو سره مثبت څه تجربه کړي، مګر له ګڼو رواني ستونزو او پراخې بې برخلیکۍ سره مخ دي.

دې ویلي چې افغانستان له پخوا له وچکالۍ او بشري کړکېچ سره مخ دی او د کډوالو د نوې څپې د زغملو تاب نه لري.

د ملګرو ملتونو استازې همدا راز ویلي: «د کډوالو د راستنېدو کچه باید په نړیواله ټولنه کې د خطر زنګ وغږوي. دا وضعیت موږ د خپل بشري مسوولیت د ادا کولو له ازموینې سره مخ کوي.»

دې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال تر ۱.۳ میلیون زیات وګړي افغانستان ته ستانه شوي او دې چارې په هیواد کې فشار نور هم زیات کړی دی.

په عین مهال کې د ملګرو ملتونو استازې ویلي چې د بودجې د کمښت له امله بشردوستانه فعالیتونه کم شوي. د دې په وینا، دې چارې مرستندوی بنسټونه له سخت انتخاب سره مخ کړي دي چې راستنېدونکو ته خواړه برابر کړي او که سرپناه، یا هم د راستنیدنې خوندي مسیر.

دې د راستنېدونکو د بیا ادغام په موخه د چټکو مرستو پر ارزښت ټینګار کړی دی او ویلي یې دې چې ابتدایي شواهد ښیي چې د راستنیدونکې ټولنې ثبات د بېړنیو معیشتي برنامو طرح او تطبیق غواړي او هم باید پر ټولنیزو زیربناوو پانګونه وشي.

اوتنبایوا خبرداری ورکړی دی چې په کوربه هیوادونو کې له راستنېدونکو د پاتې پیسو د ضایع کېدو، د بېړنیو اقداماتو د نه ترسره کېدو او د کار پر بازار د زیات فشار له امله د بیا ځلې بې ځایه کیدنې او د بې ثباتۍ خطر راپیدا کوي.

دې له مرستندویانو او د سیمې له دولتونو غوښتي: «د دې وضعیت مخه ونیسئ. راستنېدونکي باید پر خپل حال پرېنښودل شي. همدا اوس چې څه وینو، د نړیوالو د ناترسره شویو مسوولیتونو مستقیمې پایلې دي. همدا اوس باید له سرچینو، همغږۍ او پرېکړو سره لاس په کار شو.»

دې ویلي چې ملګري ملتونه یوه واحده تګلاره غواړي چې په وسیله یې بشرپالې اړتیاوې تأمین شي او د راستنېدونکو د ځای پر ځای کېدو په سیمه کې ورسره د مرستې کچه هم لوړه شي.

د یوناما رییسې همدا راز ویلي چې د ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا د هیوادونو په شمول د سیمې په کچه باید خبرې وشي، تر څو د کډوالو د نامنظمې ستنیدنې مخنیوی وشي او د داوطلبانه ستنیدنې اصل خوندي وساتل شي.

دې ټینګار کړی چې د افغانستان ټیکاو د مشترکو مسوولیتونو په ترسره کولو پورې تړاو لري او که دا اقدام ونشي، نو د ژوند په بیه به تمام شي او شخړې به یو ځل بیا سر راپورته کړي.

اوس مهال له ایران څخه د کډوالو د ستنیدنې بهیر په چټکۍ روان دی. ډېری راستنېدونکي کډوالې کورنۍ دي. بې‌کاري او د مېشتځایونو نشتون د راستنېدونکو په وړاندې جدي ننګونې بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه