اروپايي ټولنه: افغان نجونې د محدودیتونو نه، بلکې د ډیرو فرصتونو مستحقې دي

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې افغان نجونې له زده کړو محرومې دي، په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې دا نجونې د محدودیتونو پر ځای د ډیرو فرصتونو مستحقې دي.

د اروپايي ټولنې دفتر زیاته کړې، چې له خپلو شریکانو سره ګډ کار کوي، څو ځوانو ښځو او نجونو ته د زده‌کړې، کار او پرمختګ اړین مهارتونه او ملاتړ برابر او وکولای شي خپلې ټولنې د روښانه راتلونکي پر لور رهبري کړي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو وروسته د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار سخت بندیزونه لګولي دي.

اوس مهال نجونې اجازه نه لري چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي. طالبانو په دولتي دفترونو کې ښځې له کار کولو منع کړي دي او د ښځو پر بېلابېلو کسبونو یې محدودیتونه لګولي دي.

سره له دې چې د طالبانو پر یادو پالیسیو  نړیوال نیوکې کوي، خو له دې سره سره یادې ډلې خپل محدودیتونه سخت کړي دي.

اروپایي ټولنې د ځوانانو د مهارتونو په نړیواله ورځ ویلي، چې دوی د افغان ځوانانو سره ولاړ دي او په هغو مهارتونو پانګونه کوي چې د کار فرصتونه رامنځته کړي.

اوس مهال په افغانستان کې بې کاري یو جدي بحران دی. د دې بحران له امله د افغان ځوانانو یوه لویه برخه بهر ته کډوالۍ ته اړ ایستل کېږي. په ورته وخت کې د افغانستان ګاونډي هیوادونه افغان کډوال او د کار غوښتونکي له خپلو هیوادونو شړي او دا مهال له ایران څخه د کډوالو د شړلو لړۍ په شدت سره روانه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه