د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د طالبانو د صحت مسوول یوه ښځينه ډاکټره په خپلسري ډول له دندې ګوښه کړې

اطلاعات روز: د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغې ولسوالۍ په یو روغتیایي مرکز کې د طالبانو د صحت برخې د یوه مسوول له لوري یوه ښځينه ډاکټره له دلیل پرته له دندې ګوښه کړې.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، په مومندرې ولسوالۍ کې یوه ښځينه ډاکټره چې له ازموینې وروسته د یوې موسېسې له لوري مقرره شوې او د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د رسمي مکتبوب پر اساس په دنده ګمارل شوې وه، د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د صحت برخې مسوول شاه محمد شمس یې مکتوب شکولی او هغه یې له دندې شړلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې یادې ډاکټرې نږدې دوه اوونۍ دنده هم ترسره کړې وه، خو د طالبانو د یاد مسوول له لوري په یوه او بله پلمه ځورول کېده او ورته ویل شوي و، چې ته د بهرنیانو لپاره کار کوې.

په سیمه کې یوه بله سرچینه تاییدوي چې یاده ښځينه ډاکټره له دندې ګوښه شوې او د همدې امله د روغتیایي مرکز د امر په ګډون نور پرسونل له طالبانو سره لفظي شخړه کړې او حتا طالبانو ډاکټران په مرګ ګواښلي دي.

سرچینه زیاتوي، اوسمهال په یاد روغتیایي مرکز کې یوازې یوه ښځینه نرسه کار کوي، چې د زیاتو ناروغانو له امله نه شي کولای په سم ډول روغتیایي خدمات وړاندې کړي. سرچینه دغه راز د ښځینه ډاکټرانو او کافي درملو له نه موجودیته هم شکایت لري.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي وایي، چې له یادې پېښې خبر دي خو د قضیې د څېړلو په موخه یې یو پلاوی استولی چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار په روغتیایي مرکزونو کې څه موده وړاندې د طالبانو امربالمعروف ریاست محتسبینو له محرم پرته روغتیایي مرکزونو ته د ښځينه ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو په ورتګ بندېز لګولی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه