له طالبانو سره د تعامل پر دوام د امریکا د استازي نیوکه: د طالبانو د ناکامیو بیه مو پرې کړې

اطلاعات روز: د امریکا استازي جاناتان شرایر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له طالبانو سره د تعامل پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تېرو څلورو کلونو تعامل او خبرې-اترې بې پایلې وې.

ده د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه‌لیک ته منفي رایه ورکړې او ویلي یې دي: «د طالبانو له لوري تقریبا څلور کاله وړاندې د افغانستان له نیولو راهیسې موږ لا هم هماغه خبرې کوو او په اصطلاح له هماغو طالب چارواکو سره د افغانستان د وضعیت د ښه والي په تړاو د پایلو له غوښتنې پرته تعامل کوو.»

د امریکا استازي ویلي: «په حقیقت کې موږ د تعامل او زیاتو سرچینو له لارې د طالبانو د ناکامۍ بیه پرې کړې. دا پرېکړه‌لیک تر ډېره همداسې یو پرېکړه‌لیک دی.»

ده له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره پر مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ډاډ باید تر لاسه شي چې افغانستان هیڅکله هم بیا ترهګرو ته پناه نه ورکوي.

د امریکا استازي له طالبانو غوښتي چې باید د تل لپاره د یرغمل نیونې له ډیپلوماسۍ لاس واخلي.
ده ویلي: «د متحده ایالاتو دریځ همدا دی چې موږ نشو کولای د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړو او په عین مهال کې له هغوی څخه وغواړو چې پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان د نړیوالو تعهداتو درناوی وکړي. دا دواړه له یوه-بل سره مستقیم تضاد لري.»

د امریکا استازي همدا راز ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره د بشرپالو مرستو د کولو په تړاو شته تګلاره پایداره نه ده او نه به هم پام وړ پایلې ولري.

ده ویلي، چې نړیواله همکاري او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر هم کمې پایداره پایلې درلودلې دي.

ده ویلي: «متحده ایالات شک لري چې طالبان په ښه نیت ګډون کوي. کله چې هغوی ګډون او مشارکت ته تیار وي، دا کار یوازې د خپلو شرایطو له مخې کوي او زموږ په تاوان دی. د هغوی اقداماتو موږ نه یو قانع کړي چې واقعي امتیازات وړاندې کړي او یا هم د نړیوالې ټولنې له هیلو سره سم خپل سیاستونه تعقیب کړي.»

د امریکا استازي ویلي، چې متحده ایالات له طالبانو غواړي چې د اورپکۍ له چلنده لاس واخلي.

ده ویلي: «پر همدې اساس موږ له طالبانو غواړو چې ټول نیول شوي امریکایان خوشې کړي او د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته ورسوي.»

د امریکا دې ډیپلوماټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید بدلون له دننه څخه راشي او وخت راغلی دی چې طالبان را وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبېدو سره له طالبانو غوښتنه شوې چې بشري حقونه رعایت کړي، نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي او د ترهګرۍ پر خلاف پرېکنده ګامونه واخلي.

دا پرېکړه‌لیک تېره ورځ (دوشنبه، ۱۶ د چنګاښ) په «افغانستان کې د وضعیت» تر نوم لاندې په ۱۱۶ موافقو، دوو مخالفو (اسراییل او امریکا) او ۱۲ ممتنع رایو تصویب شو.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د سخت، مخ پر خرابېدونکي او پراخ سیسټماټیک ظلم او ستم په تړاو اندیښنه ښودلې او ویلي یې دې چې دې ډلې یو تبعیضي، بیلتون پالی، د انساني کرامت بې احتمرامي کوونکي او د ښځو او نجونو محروموونکی سیسټم پر ځای ساتلی دی».

په دې غونډه کې همدا راز د تاوتریخوالي د دوام او په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو د شتون په تړاو هم اندیښنه ښودل شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه