د پاکستان استازی: د طالبانو په وړاندې په افغانستان کې پام وړ ننګونه نشته

اطلاعات روز: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې پام وړ ننګونه نشته.

ده چې نن ماښام (دوشنبه، ۱۶ د چنګاښ) یې په دې غونډه کې خبرې کولې، وویل: «باید ومنو چې یوازې یو ځواک د افغانستان قلمرو کنټرولوي او په وړاندې یې هیڅ پام وړ ننګونه نشته.»

د پاکستان استازي همدا راز ویلي چې باید له هر داسي اقدام څخه ډډه وشي چې په افغانستان کې یوه بله شخړه را پیدا کوي.

ده ویلي چې داسې اقدام کولای شي ټوله سیمه اغېزمنه کړي.

د پاکستان استازي همدا راز وویل چې باید ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې دننه او یا ترې بهر «مخرب عناصر» نشي کولای بې ثباتي او وېره خپره کړي.

ده وویل چې په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې شته او دا خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.

په عین مهال کې عاصم افتخار وویل چې «افغانستان باید پرېنږدو؛ راتلونکې لار یوازې رغنده او ګټور تعامل دی.»

ده وویل چې پاکستان له طالبانو سره په لوړه کچه تعامل لري.

پاکستان له هند سره تر لنډې شخړې وروسته هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خپلو اړیکو کچه پورته کړي.

دې هیواد اعلان کړی چې د سفیر په کچه د طالبانو ډیپلوماټ مني او همدا راز یې په کابل کې خپل شاژدافیر د سفیر کچې ته لوړ کړی.

په عین مهال کې پاکستان په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان د حضور په تړاو اندیښنه ښوولې او غوښتنه یې کړې چې د افغانستان خاوره یې باید پر خلاف ونه کارېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه