اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایی، ټوپکوالو د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان نن (پنجشنبه، ۱۲ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې ناپېژندو وسله والو د جلال اباد ښار د دریمې ناحیې په مربوطاتو کې يوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې ده.
هغه وایې، د یادې پېښې په اړه په سیمه کې د پولیسو له لوري دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي.
فرید خان زیاته کړه: «نن سهار جلال اباد ښار کې ناپیژنده وسله والو یوه ښځينه پولیسه په ډزو وژلې ده. ښځینه پولیسه له کوره دندې ته پر لاره وه چې یاده پېښه رامنځته شوې. د پېښې په اړه دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي.»
دا په روانه اونۍ کې پر ښخو دویم برید دی چې ترسره کیږی. وړمه ورځ هم په یو وسله وال برید کې د پولیو واکسین درې ښځینه کارکوونکې په یو وسله وال برید کې وژل شوې وې.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
