کابلوف: د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه به د طالبانو په ګډون ترسره شي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر-اکټوبر کې ترسره شي.

هغه ویلي: «نیټه لا نه ده ټاکل شوې، خو د طرزالعمل له مخې، موږ به خامخا دا په سپټمبر-اکټوبر کې ترسره کړو.»

کابلوف زیاته کړې: «موږ له خپلو سیمه‌ییزو همفکرو شریکانو او [په افغانستان کې د روسیې له سفیر] سره له وړاندې دلته د احتمالي مشورو او د ګډو اقداماتو د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي. افغانستان به د دې ناستې بشپړ غړی وي او پوره ګډون به پکې ولري.»

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۴مه په مسکو کې ترسره شوه، چې پکې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه د لوی څارنوال غوښتنه ومنله او طالبان یې له هغو ډلو لېرې کړل چې په روسیه کې منع اعلان شوې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې، چې دا ځنډ له کابل سره د همکارۍ د رامنځته کولو لپاره لار هواروي.

طالبانو په دې وروستیو کې مسکو ته یو سفیر هم استولی دی.

ضمیر کابلوف ویلي، کله چې د طالبانو دیپلومات اړین رسميات او پروتوکولونه بشپړ کړي، نو په رسمي ډول به د سفیر په توګه ومنل شي

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه