په زیاتېدونکې توګه د کډوالو شړنه؛ ملګري ملتونه: افغانستان له یوه پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی

اطلاعات روز: له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو له زیاتیدونکې شړنې سره هممهاله په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې افغانستان له یوه پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی. دې دفتر د راستنو شویو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له اعلامیې سره سم چې نن (پنجشنبه، ۵ د چنګاښ) خپره شوې، د روان میلادي (۲۰۲۵) کال پر مهال افغانستان ته تر یو میلیون زیات کډوال راغلي دي، دا په داسې حال کې چې هیواد له اقلیمي بدلونو او د ابتدایي خدماتو له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې شته بشرپالې مرستې د اسیب پذیره وګړو یوازې د لږ برخې لپاره بسنه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د بشرپالو چارو همغږي کوونکي اندریکاراتواته ویلي چې هر راستنېدونکی د امنیت او کرامت حق لري؛ مګر له بېړني ملاتړ پرته خطر شته چې کورنۍ به له فقر او ژورې ناهیلۍ سره مخ شي.

ده خبرداری ورکړی چې د یوه بشپړ بشري کړکېچ د مخنیوي فرصت په چټکۍ له لاسه وتونکی دی.

د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې ډېری راستنېدونکي له شتمنۍ، خدماتو ته له لاسرسي او کاري فرصتونو پرته هیواد ته راستنېږي.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو چارو همغږي کوونکي ویلي چې که د راستنېدونکې د بیا ادغام ملاتړ ونشي، د کډوالۍ نوې څپه به پیل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ ځانګړي استازي عرفات جمال ویلي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې ژر تر ژره غبرګون وښیي – نه یوازې عاجلې مرستې وکړي، بلکې اوږدمهالی ملاتړ وکړي.»

ده ټینګار کړی چې د بې ثباتۍ د څرخ ختمولو لپاره د راستنېدونکو پایدار ادغام اړین دی.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان (آی او ایم) رییس میهیونګ پارک ویلي چې راستنېدونکي پر ځان له جامو پرته بل څه نه لري او سرپناه، روغتیایي خدماتو او خوندیتوب ته بېړنۍ اړتیا لري.

ده ټینګار کړی چې راستنېدونکو ته د رسیدګۍ لپاره د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر ویلي چې د بشرپالو مرستو اوسنۍ کچه تر راستنېدونکو په څو چنده کمه ده.

د روان لمریز کال له پیله له ایران او پاکستان څخه د کډوالو شړل زیات شوي دي.

د وروستیو ورځو پر مهال له ایران څخه د کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی. په هرات کې د طالب چارواکو له شمېرو سره سم، یوازې پرون ورځ د اسلام کلا له لارې هیواد ته ۳۰ زره کډوال راغلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره په لیدنه کې د کډوالو د تدریجي راستنیدنې غوښتنه کړې.

ایراني چارواکو ټینګار کړی چې له اسنادو پرته ټول کډوال باید وشړل شي. د ایراني چارواکو له شمېرو سره سم، په ایران کې څلور میلیون بې اسنادو کډوال شته دي.

پاکستاني چارواکي هم وایي چې بې اسنادو افغان کډوال به وباسي.

کډوال په داسې مهال کې هیواد ته راستنول کېږي چې افغانستان د بهرنیو مرستو د کمښت له وجې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی. امریکا له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، مګر د ډونالډ ټرمپ تر راتلو وروسته یې مرستې قطع کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه