پر ایران د متحده ایالاتو برید ته د بېلابېلو هیوادو غبرګونونه

Photo: Tasneem

اطلاعات روز: د ایران او اسراییلو د شخړې په لسمه ورځ (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په ایران کې یې پر درو هستوي ساحو بریدونه کړي دي مګر په عین مهال کې د متحده ایالاتو دا بریدونه د یو شمېر هیوادونو له لوري غندل شوي او ځینو نورو هیوادونو د سولییز حل په موخه پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم، د چین د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر هستوي تاسیساتو او ساحو د متحده ایالاتو بریدونه په کلکه غندلي دي.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د متحده ایالاتو کړنې د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوال قانون له اصولو سرغړونه ده او له امله یې په منځني ختیځ کې ترینګلتیا زیاته شوې ده.»

دې وزارت د شخړې پر ټولو اړخونو په ځانګړې توګه پر اسراییلو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل بریدونه پای ته ورسوي او مذاکرات دې پیل کړي.

همدارنګه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران پر هستوي ساحو د متحده ایالاتو بریدونه د نړیوال قانون «ناوړه» نقض دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې «دا غیر مسوولانه پرېکړه چې د یوه خپلواک هیواد خاوره دې بمبار شي، که په هر دلیل وي د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو ناوړه نقض دی.»

دې هیواد د بریدونو د سمدستي پای ته رسېدو او د ډیپلوماټیکو هڅو د پیلولو غوښتنه کړې ده.

له دې سره-سره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د ایران پر هستوي ساحو د متحده ایالاتو بریدونه غندلي دي او ویلي یې دې چې په سیمه کې د شخړې زیاتېدو ته اندېښمن دي.

دې وزارت ویلي: «دا بریدونه د نړیوالو حقوقو د ټولو معیارونو نقض دی او ایران د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د خپلې مشروع دفاع حق لري.»

دې هیواد د شخړې د سمدستي پای ته رسېدو او نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه نړیوالو بشرپالو قوانینو ته د ټولو اړخونو د ژمنتیا غوښتنه کړې ده.

همدا راز، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر هستوي ساحو د متحده ایالاتو د بریدونو په تړاو ژوره اندیښنه ښوولې او د دې شخړې د پراختیا خبرداری یې ورکړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې چې انادولو خبري اژانس خپره کړې، ویلي چې یوازې مذاکرات د ذروي موادو په تړاو شخړه حل کولای شي او پر ټولو اړخونو یې غږ کړی چې مسوولانه چلند وکړي.

امریکا نن په ایران کې پر فردو، ننطز او اصفهان ساحو بریدونه وکړل.

ایران دې بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د خپلې دفاع لپاره له ټولو انتخابونو کار اخلي.

د ایران پر هستوي ساحو بریدونو ته پراخ نړیوال غبرګونونه ښوول شوي دي او ورسره په سیمه کې د شخړې د پراختیا په تړاو هم اندیښنې په لوړه کچه زیاتې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه