په بېلابېلو پېښو کې شپږ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي

Photo: ANI

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په درو بېلابېلو پېښو کې شپږ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

اسلام اباد میشتې رسنۍ خراسان ډایري نن (شنبه، ۳۱ د غبرګولي) ویلي چې د خیبرپښتونخو ایالت د باجوړ ولسوالۍ په ګواټي سیمه کې په لومړۍ پېښه کې دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه هغه مهال ووژل شول او اووه نور ژوبل شول چې له پاکستاني طالبانو سره د اړوندو وسلوالو د تګ-راتګ څارنه یې کوله.

د دې رسنۍ په وینا، په سیمه کې د دواړو لورو تر منځ درنښه نښته هم شوې ده.

همدا راز، په یوه بله پېښه کې د پاکستاني پوځ د ماین پاکونې د ټیم دوه پوځیان هغه مهال ووژل شول او څلور نور ژوبل شول چې د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې یې له ماینونو د سړک د پاکولو هڅه کوله.

د یادې رسنۍ په وینا، د خیبرپښتونخوا ایالت د صوابۍ ولسوالۍ د ګادون سیمې په یوه خوړنځای کې دوه پولیس په نښه شوي او ځای پر ځای وژل شوي دي.

همدارنګه، له رسنیزو راپورونو سره سم د پاکستان د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د توره شاه سیمې لپاره د جمعیت علماء اسلام پاکستان ګوند سیمه‌‌ییز مشر ډاکټر صدیق الله خیرخواه په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی. بل لور ته، له داعش سره اړوندو رسنیو د دې برید پړه منلې.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې زیاتیدونکې امنیتي پېښې د پاکستان د دولت او پر افغانستان د واکمنو طالبانو تر منځ یوه ترینګلې مسله ده. پاکستان طالبان تورنوي چې په خاوره کې یې وسلوال مېشت دي او له همدې ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

مګر طالبان دا ادعا ردوي او پاکستان د امنیت په ساتلو کې ناکام ګڼي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه