سږ کال ننګرهار کې د هندواڼو حاصلات کم شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د کرل شویو هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله کم شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست لپاره طالب ویاند اجمل سبحاني وایي، چې سږ کال د دغه ولایت په بهسودو، کامې، کوز کونړ، ګوشتې، بټي کوټ، مومندرې او لعلپورې ولسواليو کې په ۲۰۳۷ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۵۷زره ۱۷۰ مټريک ټنه هندواڼې ترې ترلاسه کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې تېر کال په ۲۲۴۲ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۶۱زره او ۹۹۴ ټنه حاصل يې ورکړی وو.

سبحاني د هندواڼو د حاصلاتو د کموالي لامل سېلابونه، طبیعي افتونه، وچکالي او د هندواڼو په پالېزونو کې ځینې ناروغۍ یادوي چې کبله یې حاصلات کم شوي دي.

سبحاني وویل: «تېر کال په ۲۲۴۲ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۶۱۹۹۴ ټنه حاصل یې ورکړی و، خو سږ کال په ۲۰۳۷ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۵۷۱۷۰ مټريک ټنه حاصل به ولري؛ لامل یې دا دی چې سږ کال سېلابونو په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې له منځه وړي، بې وخته بارانونه، د اوبو کموالی هغه څه دي چې حاصلات یې کم کړي.»

بلخوا بزګران هم وايي، سږ كال يې هندواڼو هغسې حاصلات نه دي وركړي لكه په تېرو كلونو كې به يې چې د هندواڼو له پاليزونو څخه اخيستل.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یو کروندګر انعام الله وایي، سږ کال یې د هندواڼو حاصلات لګښتونه نه پوره کوي چې له امله یې دوی له مالي زیان سره مخ شوي دي.

انعام الله وویل: «سږ کال د هر دهقان ځمکې سېلابونو لاندې کړې او کرل شوي حاصلات یې خسا شول او له منځه لاړل، تر اوسه هیڅ مرسته نه دی شوې او بزګرانو ته مالي زیانونه ډېر اوښتي سږ کال چې مونږ حاصلاتو ته ګورو نو خپل شوي لګښتونه هم نه پوره کوي.»

په دې وروستیو کې د دغه ولایت په بازارونو کې د هندواڼو  بیه لوړه شوې او دا مهال یو من هندواڼه له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پلورل کېږي.

بزګران وايي، که حکومت له دوی سره د کیمیاوي سرې او د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې همکاري ونه کړي، نو دوی به لا له مالي زیان سره مخ شي.

ننګرهار د هېواد يو له هغو کرنيزو ولايتونو څخه دى چې زیاتره وګړي یې په کرنه بوخت او مختلف ډوله محصولات په‌کې توليدېږي او له همدې امله دغه ولايت د افغانستان د کرنېزو توکو په تولید کې مهم رول لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه