د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو به د لوږې له خطرناکې کچې سره مخ شي

اطلاعات روز: د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي چې د بودجې د کمښت او له کورنیو سره د خوړو د مرستې په کمښت سره به د روان میلادي کال تر اکتوبر میاشتې پورې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې د لوږې له کړکیچنې کچې سره مخ شي.

دې بنسټ په هغه اعلامیه کې چې پرون (پنجشنبه، ۱۵ د غبرګولي) خپره شوې، د «خوړو د امنیت د درجه بندۍ» د راپور په استناد ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا نږدې پنځه میلیون ماشومان یا هم ۲۰ سلنه ماشومان به د خوراکي توکو د کمښت له «کړکیچنې» او «اضطراري» کچې سره مخ شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې افغانستان لا هم د لوږې له لوړې کچې سره مخ دی، په دې هیواد کې د خوراکي توکو بودجه ۴۰ سلنه کمه شوې او د هغو افرادو شمېر به هم له ۱۴ سلنې څخه یوې سلنې اړمنو ته راکم شي چې تر اکتوبر میاشتې وړاندې خوراکي مرسته تر لاسه کوي.

دې بنسټ د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو په اړه ویلي، د دې مرکزونو تړل کېدل په دې معنا دي چې شاوخوا درې میلیون نور وګړي به هم لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ونه لري؛ په داسې حال کې چې له وړاندې هم ۱۴ میلیون وګړي روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی لري.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې د افغانستان په ختیځ او شمال کې یې د ۱۴ روغتیایي مرکزونو بودجه له لاسه ورکړې ده، خو اوس مهال د دې مرکزونو د پرانیست ساتلو لپاره له بدیلې او لنډمهالې بودجې استفاده کوي.

دې سازمان خبرداری ورکړی دی چې د دې ۱۴ مرکزونو د تړل کېدو په صورت کې به د شاوخوا اوو زرو خوارځواکو ماشومانو درملنه نه کېږي او په کلیو کې به د ۱۳ زره ماشومانو په شمول تر ۲۷ زره زیات وګړي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان د ملاتړ د څانګې مدیرې سمیرا سید رحمان ویلي: «په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي چوپ کړکېچونه دي، خو د مخنیوي وړ دي.»

دې ویلي: «کله چې بودجه قطع شي، نو دا یوازې په ایکسل کې شمیرې نه دي بلکې مطلب یې دادی چې کومې کورنۍ پر خوراکي مرستو متکې دي، هغوی نورې بې خوړو دي. یعني هغه میندې چې باید د خوړو او ډاکټر ته د خپل ماشوم د وړلو تر منځ یو انتخاب وکړي. هیڅ مور او پلار باید هیڅکله هم له داسې انتخاب سره مخ نشي.»

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې «موږ د بشرپالي غبرګون په تړاو پایداره پانګونې ته اړتیا لرو؛ نه یوازې د نننیو اړتیاوو د تأمین، بلکې د ماشومانو د راتلونکې د خوندیتوب لپاره.»

د روان میلادي کال پر مهال او د امریکا د مالي مرستو تر قطع کېدو وروسته د افغانستان د بشرپالي ملاتړ برنامه د بودجې له سخت کمښت سره مخ ده.

ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو وخت پر وخت په افغانستان کې د اړمنو افرادو پر ژوند د دې د اغېز په اړه خبرداری ورکړی او د نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه یې کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه