لوی اختر او د خلکو بد اقتصادي وضیعت؛ زیاتره کورنۍ د قربانۍ لپاره د څارویو د پېرلو توان نه لري

اطلاعات روز: د لوی اختر په رارسېدو سره په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وایي، چې د طالبانو له لوري لګول شوي
محدودیتونه، فقر بېوزلي، اقتصادي ستونزې او په لویه کچه بې روزګاري هغه لاملونه دي چې د تېر په څېر د لوی اختر لمانځنه نه کېږي او د خلکو چمتووالی هم پیکه شوی دی.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی سردارولي چې د یوې اته کسېزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او دا مهال په جلال اباد ښار کې کراچۍ چلوي وایي، له تېرو څلورو کلونو راهېسې د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه‌شي کولای چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي.

نوموړی له خپل بد وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او تر ډېره د ګاونډیانو په مرسته ګوزاره کوي او خپل ژوند مخ ته وړي.

سردارولي وویل: «پخوا به چې اختر و نو ډېر به ورته خوشالېدم ځکه معاش مې درلوده او د کورنۍ ستونزې مې حل وې، خو اوس بیخي له اختر نه یم خبر د یو کوچني څاروي د اخېستلو توان نه لرم او زما په شان زیاتره کورنۍ له همدې وضیعت سره مخ دي.»

د لغمان د مرکز مهترلام اوسېدونکې ۳۶ کلنه عاقله چې په لاس ګڼدل شوي توکي ښار کې پلوري، وايي د تېرو کلونو په پرتله یې پېرېدونکي کم شوي او په سختۍ د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابروي.

د هغې خاوند پوره شپږ کاله وشول چې د شخصي دښمنۍ پر مهال وژل شوی او هغه اوس د پنځو اولادونو سرپرستي کوي.

د عاقلې په خبره بېوزلي او لوږه هغه حقیقت دی چې د نوموړې کورنۍ ترې ځوریږي او له امله یې نه شي کولای چې ان په اخترونو کې نوې جامې او د اختر میوه او خواړه واخلي.

عاقله زیاتوي: «زه په کور کې د ماشومانو او ښځو کالي جوړوم او بیا یې پلورم د تېر په څېر ګټه نه کوي د ورځې دوه یا درې جوړه جامې ګنډم چې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ راته پاتې کیږي غریبۍ مو اختر له یاده وېستلی اولادونه مې جامې غواړي، خو زه به د کور کوم ضرورت پوره کړم مونږ د مرستې غوښتنه کوو.»

په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت، د بهرنیو هیوادونو د مرستو د کمیدو او پر ښځو د وضع شویو محدودویتونو له کبله د هغو میرمنو ژوند لا پسې سخت کړی چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده. دغه مېرمن غوښتنه کوي چې طالب مسوولان باید په لغمان ولایت کې د بې ‌سرپرسته ښځو لپاره د کار کولو زمینه برابره او د کاروبار یو ځانګړی ځای مشخص کړي.

په ورته مهال څاروي پلورونکي وایي، چې سږکال په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د څارویو بيې د تېر کال په پرتله د پام وړ کمې شوي، خو د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو بیا هم د څارویو قیمتونه لوړ دي.

د څارویو د یو ه پلورونکي سید حسین په وینا، د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او له همدې کبله سږکال د څارویو خرڅلاو خورا کم شوی دی.

سید حسین زیاته کړه: «سږکال د څارویو بیې کمې شوي او لامل یې دا ده چې څوک د قربانۍ څاروي د اخېستلو توان نه لري، نو سوداګر مجبوره دی چې په کمه بیه خپل څاروي وپلوري ځکه څوک یې نه اخلي؛ که تېر کال یو څاروی په ۳۰ زره افغانۍ و هغه سږکال په شل زره افغانۍ دی.»

سږکال لوی اختر داسې مهال رارسیږي چې په دې وروستیو کې پر افغانستان د امریکا بهرنۍ مرستې بندې شوي، ګڼ شمېر نړیوالو بنسټونو خپل فعالیت درولی او په دې وروستیو کې له دولتي ادارو په زرګونه کسان د تنقیص په نامه له دندو ګوښه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه