ننګرهار او لغمان کې سلمانیانو ته د طالبانو خبرداری؛ ږیره مه لنډوئ او سټایلي ویښتان مه جوړوئ

Photo: Social media

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمیر سلمانیان وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو ورته د لوی اختر په شپو او ورځو کې خبرداری ورکړی چې خلکو ته دې انګرېزي سټايل وېښتان نه جوړوي او نه دې هم ورته ږیره لنډوي.

په جلال اباد ښار کې د موسی خان په نوم یو سلمان وایي، چې د ننګرهار د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست مسوولانو د سلمانیانو او حمامونو له «کلانترانو» یا د مشرانو سره په ناسته کې ټولو نايانو ته خبرداری ورکړی، چې د خلکو ږيرې ونه خرېیي او انګرېزي سټايل وېښتان ځوانانو ته جوړ نه کړي.

د هغه په خبره له دې وړاندې یې هم د امربالمعروف د محستسبینو ورته خبرداري ورکړي وو، خو په وینا یې دا ځل یې خبرداری توند دی.

موسی خان وویل: «ټولو سلمانیانو ته ویل شوي چې هیچا ته ږیره ونه خرېیي او نه هم سټایلي وېښتان جوړ کړي، خو بس مونږ مجبوره یو ځکه خلک د سټایلي وېښتانو د جوړېدو غوښتنه کوي، خو مونږ یې له وېرې ورته نه ږیره خرېیلی شو او نه ورته وېښتان جوړولی شو حیران یو چې څه وکړو.»

بلخوا په لغمان کې هم سلمانیان ورته شکایت کوي او وایي، د امربالمعروف محستبینو ورته خبرداری ورکړی، که خلکو ته وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخرېیي له نغدي جریمې سربېره به یې دوکان د څو ورځو لپاره تړلی وي.

د لغمان مرکز مهترلام کې یو سلمان د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د امربالمعرف محتسبینو یو شمېر هغه سلمانیانې تړلي چې د دوی له پرېکړې یې سرغړونه کړې وه.

د ده په خبره د امربالمروف یادو محدودیتونو یې کار ټکنی کړی او د طالبانو له وېرې د پخوا په څېر څوک زړه نه ښه کوي چې په سلمانۍ کې خپل وېښتان او ږیره جوړه کړي.

هغه زیاته کړه: «زمونږ د اختر شپې ورځې د مزدورۍ دي، خو ورځې راباندې د امربالمعروف محتسبینو خرابې کړې، ځکه مشتري د سټایلي وېښتانو او ږېرې کمولو غوښتنه کوي خو مونږ یې په ځواب کې نه وایو؛ له همدې امله زیاتره خلک سلمانیانو ته نه راځي او په خپله کور کې ږېرې خرېیې نو دې حالت زمونږ روزګارونه خراب کړي او دا وضیعت ورځ تربلې ترینګلی کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت ټولو دولتي ادارو ته یو مکتوب استولی او په‌کې له دولتي کارکوونکو غوښتنه شوې چې «ږیره» پرېږدي او «خولۍ» هم په سر کړي.

دغه راز یاد وزارت ویلي، چې د موسیقۍ اورېدل حرام دی او په تصویري او غږیزو رسنیو کې يې خپرول او محفلونو کې یې غږول هم په کلکه بند دي.

د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر د ښځو پر حجاب هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له محرم پرته د موټر چلوونکو له خوا په موټرونو کې د ښځو  پورته کول او په مخکيني سیټ کې د هغوی کېنول هم منع دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هېواد کې ډېرې چارې بدلې شوي او نوي قوانین وضع شوي چې دوی یې اسلامي اصول بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه