متقي: یوناما دې خپلو راپورونو کې په افغانستان کې راغلی هر اړخیز ثبات له نړۍ سره شریک کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې، رزا اوتنبایوا څخه غوښتي چې «خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي تر څو په هیواد کې راغلي پرمختګونو او هر اړخیز ثبات له نړیوالو سره شریک شي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سهار (پنج شنبه، ۱۵ د غبرګولي) خبر ورکړی، چې متقي په کابل کې د یوناما له رییسې سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یوناما رییسې ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې به له نړیوالو سره  په افغانستان کې د راغلو پرمختګونو او فرصتونو په تړاو معلومات شریکوي او د طالبانو د حکومت پیغامونه به رسوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي. رزا اوتنبایوا به په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې له مخې، متقي او رزا اوتنبایوا په دغه کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د میشتو افغانانو پر ستونزو، په هیواد کې راغلو پرمختګونو، د خصوصي سکتور پر ودې، د پانګونې پر جلب خبرې کړې دي.

دغه راز متقي د یوناما د دوامدارو مرستو ستاینه کړې او د همکارۍ ډاډ یې څرګند کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید وکولی شي په اروپا کې د میشتو افغان اتباعو ستونزو ته لاسرسی ومومي ترڅو دوی ته قونسلګري خدمات چمتو شي او د دوی قانوني ستونزې حل شي.

هغه ټینګار کړی، چې په اروپا کې د میشتو افغانانو ستونزو ته دې د طالبانو د حکومت لاسرسی ممکن شي، ‏تر څو هغوی ته د قونسلي خدماتو په وړاندې کولو سره  د دوی حقوقي موضوعات حل او له بشري حقونو یې دفاع رامنځته شي.

رزا اوتنبایوا د طالبانو او په ځانګړې توګه د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

هغې زیاته کړې، چې یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره په افغانستان کي د  کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ‏په برخه کې د پانګونې جلب ته  زمینه برابره کړي.

د یوناما رییسې یادونه کړې، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د بشري برخې سربېره  انکشافي برخو ته هم غزېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې وايي چې دوی د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د امریکا له خوا د مالي مرستو له بندولو وروسته، د افغانستان د بشري مرستو رسولو پروګرام د بودیجې له سخت کمښت سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، چې په افغانستان کې ۲۹۸ د خوړو مرکزونه د بشري تمویل د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه