د طالبانو عدلیې وزارت: په ننګرهار کې د حاجي ظاهر قدیر د ښارګوټي تر یو زر او ۲۰۰ جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوې

Photo: @MojAfghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ د ځانګړې محکمې د حکم له مخې د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د «حاجي ظاهر قدیر د ښارګوټي» یو زر او ۲۳۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.

دې وزارت نن (دوشنبه، ۱۲ د غبرګولي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا ځمکې د ننګرهار د سرخ ولسوالۍ په فتح اباد او خیر اباد سیمو کې دي.

ویل کېږي چې د افغانستان د پارلمان پخوانی مرستیال ظاهر قدیر او سید اسحاق ګیلاني د «حاجي قدیر» ښارګوټي د ځمکو شریکان وو. د سرچینو په وینا، د دې ځمکو یوه برخه چې د ګیلاني په تصرف کې وه، یو کال وړاندې دولتي تثبیت شوې وه.

په خپله ظاهر قدیر په کینیا کې د امریکا په غوښتنه د وسلو د قاچاق په تور نیول شوی او محاکمه کېږي. په وروستیو کې داسې راپورونه ورکول شوي وو چې محکمې امریکا ته د نوموړي له استرداد سره توافق کړی دی. د ظاهر قدیر په تړاو نور تازه جزییات نه دې خپاره شوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون د حاجي قدیر ښارګوټي ځمکې ارزولې دي او اسناد یې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې ته سپارلي وو.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، یادې محکمې د اسنادو او مدارکو او املاکي دفاترو تر دقیقې کتنې، د تصرفانو له لوري د وړاندې شویو اسنادو په تړاو له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته دا اسناد معتبر نه دې بللي او فیصله یې کړې ده چې تر دعوې لاندې ټوله ځمکه چې په شپږو کادستري قطعو کې موقعیت لري، دولتي ده.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ لپاره یو کمیسیون او یوه ځانګړې محکمه جوړه کړې ده.

دا ډله وایي چې تر اوسه یې ۳.۹ میلیون غصب شوې ځمکه بیرته راګرزولې او په دې لړ کې یوازې ۶۶ زره جریبه ځمکه په کابل کې وه.

په عین مهال کې د غصب شویو دولتي ځمکو د استرداد لپاره د دې ډلې پر اقداماتو پراخې نیوکې شوې دي او د ځمکو ځیني مالکان وایي چې د هغوی اسناد په بې پرې ډول نه ارزول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه