اطلاعات روز: د ننګرهار یوه امنیتي سرچینه اطلاعات روز ته وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو پنځه واکسیناتوران وژلي دي.
دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ناپيژنده وسله والو نن (سه شنبه، ۱۰ د وري) سهار یوولس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې «مجبوراباد» او د اوومې ناحیې «لعل قاسم اغا» سیمو کې په دوو جلا جلا پېښو کې د یوې نارینه په ګډون د «پولیو» د واکسینو پنځه ښځينه واکسناتورانې وژلي دي.
ولایتي مسوولین هم یاده پېښه تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایې.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
