ننګرهار او لغمان کې بې پګړۍ زده کوونکي له ازموینې شړل شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایتونو په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې یو شمېر زده کوونکي چې د طالبانو نوی یونیفورم یې عملي کړی نه و، له ازموینو منعه شوي او ځینې یې د امتحان له صحنې ګرځول شوي دي.

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند د شهید محمد عارف په لېسه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې نن (پنج شنبه، ۸ د غبرګولي) د یادې لېسې له دروازې ګڼ شمېر هغه زده کوونکي ګرځول شوي چې پګړۍ او خولۍ یې نه وې پر سر کړې.

سرچینه زیاتوي، چې د یادې لېسې ادارې دا کار د دغه ولایت د امربالمعروف ریاست په لارښوونه کړی او له ښوونکو په جدي ډول غوښتل شوي چې پر زده کوونکو نوی یونیفورم جبري کړي.

سرچینې وویل: «له دې وړاندې هم مونږ ته ویل شوي و، چې له هغه زده کوونکو ازموینه مه اخلئ چې خولۍ او پګړۍ یې نه وي پر سر کړي، خو مونږ بیا هم له زده کوونکو سره ګوزاره کوله نن پوهنې ریاست او امربالمعروف ریاست په جلا جلا مکتوب کې جدي امر کړی و، چې نوی یونیفورم عملي کړي نو ځکه خو مجبور شو چې ګڼ شمېر زده کوونکي په ازموینه کې له ګډون منع کړو.»

له جلال اباد ښار سربېره په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم یوې باوري سرچینې وویل، چې په دغې ولسوالۍ کې هم پر زده کوونکو د پګړۍ او خولۍ پر سر کول جبري شوي.

سرچینه زیاتوي په دې ولسوالۍ کې هغه زده کوونکو ته د ازموینې د ورکړې اجازه نه ورکول کېږي، چې پګړۍ او خولۍ یې پر سر کړي نه وي.

سرچینې وویل: «په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم پر زده کوونکو د پګړۍ او خولۍ پر سر کول جبري شوي او زیاتره زده کوونکي د اقتصادي ستونزو له امله یاد یونیفورم نه شي عملي کولای نو ځکه خو د امتحان له صحنې شړل شوي او دې حالت پر زده کوونکو ناوړه اغیز کړی.»

بلخوا په لغمان کې هم سرچینو وویل، چې د دغه ولایت په ټولو ښوونځیو کې پر نارینه زده کوونکو د کمیس پرتوګ اغوستل، پګړۍ او خولۍ پر سر کول جبري شوي دي.

یوه سرچینه وایي، له ازموینو وړاندې لا زده کوونکو ته اخطاریه ورکړل شوې وه، چې د ازموینو پر مهال نوی یونیفورم عملي کړي.

د سرچینې په خبره له دې هر څه سره سره بیا هم زیاتره زده کوونکو له یاد یونیفورم له عملي کېدو انکار کړی او له همدې امله له ازموینو منع شوي دي.

د ښوونځيو لپاره د طالبانو له لوري په نوي یونیفورم کې له لومړي تر ۹ ټولګي د زده کوونکو د جامو رنګ اسماني او سپینه خولۍ او له لسم تر دولسم ټولګي زده کوونکو ته سپین کمیس ګیبي پرتوګ او لونګی یا پګړۍ تعین شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د ننګرهار پوهنتون په ګډون د هیواد له مختلفو پوهنتونونو هم زیاتره زده کړیالان د پګړۍ او خولۍ د نه پر سر کولو له امله له دروازو شړل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه