له لسو زیاتو کلتوري او رسنیز سازمانونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بندول غوښتي

اطلاعات روز: له لسو څخه زیاتو نړیوالو او کورنیو کلتوري او رسنیزو سازمانونو په یوې اعلامیه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د «خپل سري او ډله ییزې ایستنې» د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

دې سازمانونو پرون (چهارشنبه، ۷ د غبرګولي) په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې که چیرې ليکوالان، هنرمندان، خبريالان او د بشري حقونو مدافعین افغانستان ته وشړل شي، له جدي ګواښونو سره به مخ شي، چې پکې بې‌بنسټه نيول، شکنجه او زنداني کیدل شامل دي.

دغه اعلاميه د نړيوال قلم انجمن، د بې‌پولې خبريالانو سازمان، د خبريالانو د ساتنې کميټې، په راډيو او تلويزيون کې د ښځو نړيوالې ټولنې، د خوندي ښارونو نړيوالې شبکې (آيکورن)، د «له خطر سره مخو هنرمندانو د ملاتړ سازمان»، «فري پرېس ان‌ليميټډ»، «فرنټ‌لاين ډیفېنډرز»، «اينډيکس آن سنسورشيپ»، نی، په شمالي او سویلي امريکا کې د افغان خبريالانو جلاوطنه ټولنه، او د افغانستان، امريکا، جرمني او ناروې د قلم ټولنو له‌خوا لاسليک شوې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «په هغو کسانو کې چې تر ټولو ډېر د تعقیب او ګواښ له خطر سره مخ دي، لیکوالان، خبریالان، هنرمندان او د بشري حقونو مدافعین شامل دي، چې لا هم له جدي ګواښونو لکه بې‌دلیله نیونې، شکنجې او بند سره مخ دي، دا یوازې د دې لپاره چې هغوی داسې نظرونه څرګند کړي چې د طالبانو له ایډیولوژۍ سره مطابقت نه لري.»

دغه سازمانونه زیاتوي: «هغه مېرمنې او نجونې چې بېرته افغانستان ته شړل کېږي، هم به د خپل ژوند په ټولو برخو کې له بې‌ساري زورونې سره مخ شي؛ داسې زورونه چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د جنسیتي آپارتاید بڼه لري.»

دغه سازمانونه ویلي، چې ډېر هغه افغان کډوال چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، پلان يې درلود چې خوندي هېوادونو ته کډه شي، خو د بشردوستانه ويزو د پروسو ځنډ، او په بېلابېلو هېوادونو کې، په تېره بيا د امريکا، بريتانيا او جرمني له لوري د له خطر سره مخ افغان وګړو د کافي ملاتړ نشتوالي د دې لامل شول چې ډېری دغه کسان په ناامنه او بې‌ثباته حالت کې راګير پاتې شي.

د دوی په ټکو، چې د پاکستان لخوا د یو میلیون څخه زیاتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ډله ییز او جبري ایستل د ویرې یوه نوې څپه خوره کړې ده.

دغه سازمانه داسې مهال له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پای ته رسولو د غوښتنې ترڅنګ له نړېوالې ټولنې هم غوښتي چې افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو ته، په ځانګړي ډول لیکوالانو، خبریالانو، هنرمندانو، د بشري حقونو مدافعینو او هغو کسانو ته چې د خپلو سوله‌ییزو نظرونو د څرګندولو له امله له تعقیب سره مخ دي، د خوندي او قانوني لارې زمینه برابره کړي.

پاکستان د روان کال د اپریل په لومړۍ نیټه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ او بې اسناده اشخاص او د افغان تابعیت کارت لرونکي شړي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې تر ۱۳۰زرو زیات کډوال له پاکستان څخه افغانستان شړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه