ننګرهار او لغمان کې څاروي لرونکي: د «طبق» ناروغۍ ډېرېدو اندېښمن کړي یو

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو یوشمېر څاروي‌لرونکي په څارویو کې د «طبق» ناروغۍ زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د غواګانو فارم‌لرونکی افسرخان وایي، چې د هوا په ګرمېدو سره په څارویو کې د «طبق» په نوم یو ډول ناروغۍ خپره شوې چې له امله یې لسګونه څاروي له‌منځه تللي دي.

د هغه په خبره چې دغه ناروغۍ ساري ده او په ډېرې چټکۍ سره له لعلپورې ولسوالۍ سربېره نورو ولسوالیو ته هم د خپرېدا په حال کې ده.

هغه اندېښنه لري که د مسوولو ادرو له لوري د یادې ناروغۍ پر وړاندې څاروي واکسین نه شي، نو د هر کور څارویوي به له منځه یوسي.

افسر خان زیاته کړه: «له څه مودې راهېسې د لعلپورې په ولسوالۍ کې ګڼ شمېر څاروی د طبق په نوم ناروغۍ له منځه وړي او د غواګانو فارم لرونکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي، داسې ناروغۍ ده چې څاروی پرې اخته شي نو تبه یې نیسي، خوراک نه کوي، له خولې یې اوبه او ځګ روان وي او دغه راز د یوې اوونۍ په جریان کې څاروی له منځه وړي باید کرنې ریاست په دې برخه همکاري وکړي.»

د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالجبار هم په څارویو کې د ورته ناروغۍ د پيدا کېدو له امله اندېښمن دی.

د هغه په وینا یادې ناروغۍ یې دوه غواګانې له منځه وړي او دغه راز د نورو کلیوالیو څاروي هم پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

د نوموړي په خبره زیاتره خلک له بازار څخه د درملو د اخېستلو توان نه لري، نو ځکه خو مجبور شوي چې په کور کې جوړ شوي طبیعي درمل څارویو ته ورکړي.

عبدالجبار وویل: «له هر کس چې پوښتنه کوې نو وایي چې غواګانې یې په طبق ناروغۍ اخته شوي خلک خو ډېر غریب شوي او له بازار څخه د څارویو د طبي درملو د اخېستو وس هم نه لري، نو مجبور دي چې په کور کې ماستې، مالګه، هوږه، دڼیا ګډه کړي او بیا یې درې وخته د طبق په ناروغۍ اخته څاروي ته ورکړي له دې سره ځېنې څاروي ښه شوي، خو په ځینو تاثیر نه دی کړی او له منځه تللي.»

د ننګرهار تر څنګ په لغمان ولایت کې هم څاروي لرونکي په غواګانو کې د «طبق» ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي.

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ یو څاروي لرونکی فضل الهادي د کرنې ریاست او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غواړي څو له دوی سره همکاري وکړي او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین ورکړي.

فضل الهادي وویل: «بادپښ ولسوالۍ کې هم په دې ناروغۍ څاروي اخته شوي، تر اوسه هیڅ واکسین او یا نور درمل څاروي لرونکو ته نه دي ورکړل شوي، یو څه موده وړاندې د بادپښ ولسوالۍ یوې قریې ته د واکسینو  ټيمونه راغلي وو، خو دوی چې کوم درمل څاروي لرونکو ته ورکوي په بدل کې یې ترې پیسې غواړي چې دوی ېې توان نه لري حکومت باید په وړیا ډول واکسین طبیق کړي.»

هغه وايي، دغه ناروغۍ د څارويو په خوله او پوزه کې یو ډول دانې راخیژوي چې څاروی له خوراک لوېږي او د یوې او یا دوو اوونیو په جریان کې له‌منځه ځي.

بلخوا د طالبانو تر ولکې لاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین د هیواد په ځينو ګرم سېره ولایتونو کې په څاوریو کې د «طیق» ناروغۍ خپریدل مني او وایي، په زیاتره سیمو کې یې د یادې ناروغۍ د مخنیوي او د خپرېدو په موخه د واکسین د تطبیق لړۍ پېل کړې ده.

مستعین ټینګار کوي چې له دې ناروغي سره د مبارزې یوازینۍ لار وقایه او د مخنیوی واکسین دي.

مستعین زیاته کړې: «د ننګرهار او لغمان په ګډون په هغه ولایتونو کې چې د «طبق» ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه په کې شته، هلته د واکسینو د طبیق لړۍ پيل شوې په بدل کې یې له څاروي لرونکو پېسې نه اخېستل کېږي او لاهڅه کې یو چې د هیواد مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړو.»

د معلوماتو له مخې په څارویو کې د تبې زیاتوالی، ستړیا، په خولو کې د دانو پیدا کېدل، د څارویو وزن کمیدل او له پښو نه غورځیدل د دې وژونکې ناروغۍ نښې دي.

له دې څو کلونه وړاندې له «طبق» ناروغۍ سربېره په څارویو کې د «لمپي اسکین» بله حیواني ناروغي وه، چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو په ګډون یې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې مالداراو ته درانه مالي زیانونه واړول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه